د جاپان نوي امپراتور ناروهیتو د واک تاج پر سر کړ
د جاپان نوي امپراتور ناروهیتو نن (اکټوبر ۲۲مه) په رسمي ډول د واک تاج پر سر کړ.
دغو ځانګړو مراسمو کې د افغانستان د ولسمشر په ګډون د ۱۷۰ هېوادونو رهبران حاضر وو.
۵۹ کلن ناروهیتو ته قدرت د هغه له پلار، امپراتور اکیهیتو رسېدلی دی.
نوموړی د جاپان لومړی امپراتور دی چې تر دوهمې نړیوالې جګړې وروسته زېږېدلی دی.
د جاپان نوي امپراتور په اکسفورډ پوهنتون کې زدهکړې کړې دي.
د هغه مېرمن، ماساکو نومېږي، د جاپان پخوانۍ ډیپلوماته او د هاروارډ پوهنتون له زدهکوونکو ده.
د جاپانیانو په باور، دا هېواد د نړۍ تر ټولو زړه شاهي سلسله لا هم پالي. هغوی باور لري چې د جاپان د شاهي سلسلې تاریخ ۲۶۰۰ کلونو ته رسېدلی دی او دا د خپل هېواد له فرهنګي میراثونو ګڼي.