ایسپر: ناټو په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ته بشپړ تعهد لري
د امریکا د متحدو ایالاتو دفاع وزیر مارک ايسپر ویلي چې د ناټو تړون غړي هېوادونه په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ته بشپړ تعهد لري.
د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو پرون د اکټوبر په ۲۵مه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د افغانستان په اړه غونډه وکړه.
تر غونډې وروسته د امریکا دفاع وزیر مارک ايسپر په خبري غونډه کې وویل: "د غوڅ ملاتړ ماموریت به د افغانستان د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي، واضح ده چې د ناټو غړي بشپړ تعهد لري، د غوڅ ملاتړ ماموریت ته او زموږ دې هدف ته چې تروېستان بیا هېڅ کله دا وس ونه لري چې له افغانستانه زموږ پرخاوره برید وکړي."
مارک ايسپر وویل چې ټول لوري موافق وو چې دې هدف ته د رسېدو تر ټولو غوره لار په افغانستان کې سیاسي جوړ جاړی دی.
د ناټو غړو هېوادونو تر ۲۰۲۴ میلادي کاله د افغانستان د دفاعي ځواکونو د تمویل ډاډ ورکړی دی.
د ناټو د دفاع وزیرانو غونډې ته د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست هم ورغلی و.