چارواکي: د ارزګان د دهراوود امنیه قوماندان په یوه برید کې ټپي شوی
چارواکي د ارزګان د دهراوود ولسوالۍ پر امنیه قوماندان ځان مرګی برید شوي دی.
د دغه ولایت چارواکي وايي، د یاد برید پر مهال قوماندان شاه محمد او یو ساتونکی یې سطحي ټپیان شوي دي.
د یاد ولایت مرستیال والي سید محمد سعادت ناصري ازادي راډيو ته وویل چې پر نوموړي دغه برید نن غرمه مهال ۱۲بجې د هراوود ولسوالۍ د بازار په سبزۍ مارکېټ کې شوی دی.
ناصري وايي، د یاد برید پرمهال ملکي خلکو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.
د یاد برید مسؤلیت تراوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.