د تکواندو افغان لوبغاړي سبا چین ته ځي
ټاکل شوې چې د تکواندو افغان لوبغاړي د تکواندو په آزادو سیالیو کې د ګډون په موخه سبا چین ته ولاړ شي.
د تکواندو فدراسیون مشر نجیب الله سکندر نن ازادي راډيو ته وویل، چې په تلونکو کسانو کې اته لوبغاړي او دوه روزونکي شامل دي.
هغه وايي: "هغه لوبغاړي چې په دغه لوبه کې ګډون کوي ورته د سرو زرو، سپینو زرو او برونزو مډالونه ورکول کېږي، چې په نړېوالو المپیک لوبو کې یې د ګډون لپاره ډېر ارزښت لري."
نوموړي وویل، چې د تکواندو په (جي یو) درې ورځنیو سیالیو کې د نږدې ۵۰ هېوادونو لوبغاړي ګډون کوي.