افغان لوبغاړو د ایران د کراټې په آزادو سیالیو کې مډالونه وګټل
د افغانستان د کراټې دوو لوبغاړو د ایران د کراټې په ازادو سیالیو کې دوه د سرو او يو د سپینو زرو مډالونه وګټل.
د افغانستان د بدنې روزنې او ورزش ریاست ویاند عارف پیمان نن ازادي راډیو ته وویل، چې دغه لوبې په دوو جلا کټګوریو کې ترسره شوي دي.
ده وویل: "دغه لوبې د اوپن نړېوالو لوبو په نوم دي، چې د لومړي ځل لپاره د ایران په ګلستان ښار کې ترسره شوې."
دغه لوبې د لړم په ۹مه پیل شوِِي او د همدې میاشتې په ۱۱ مه نېټه پای ته ورسېدې.
د بدنې روزنې د ریاست په وینا په دغو لوبو کې د افغانستان د کراټې د لوبغاړو ترڅنګ له روسیې، ترکیې، ایران او د منځنۍ آسیا هېوادونو څخه هم لوبغاړو ګډون کړی و.