ټرمپ په افغانستان کې د دوو وژل شویو امریکايي سرتېرو جسدونو ته درناوی وکړ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون ډیلاور ایالت کې د ډوور پوځي هوايي اډې ته ورغی، تر څو د هغو دوو امریکايي سرتېرو جسدونو ته درناوی وکړي چې په دې اونۍ کې په افغانستان کې د هلیکوپټر د نسکورېدو په پېښه کې وژل شوي دي.
ولسمشر ټرمپ چې د وژل شویو سرتېرو له کورنیو سره یې وکتل، په دې هوايي اډې کې ورسره لومړۍ میرمن ملانیا ټرمپ، د امریکا د لوی درستیزانو د کمېټې مشر مارک میلې او د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین ملاتیا کوله.
پنتاګون د پنجشنبې په ورځ په لوګر ولایت کې ددې دوو امریکایي وژل شویو سرتېرو د هویت په اړه ویلي چې ډېوېډ کناډل د تکزاس ایالت او کریک پوچيګامي د هاوايي ایالت اوسیدونکي وو.
د امریکا پوځ وايي، دا دواړه د چهارشنبې په ورځ لوګر ولایت کې د هلیکوپټرې د نسکورېدو پېښه کې وژل شوي.
پوځ وايي، ددې پېښې په اړه څېړنې کوي خو په وینا یې لومړني راپورونه داسې نه ښيي چې ګوندې دا هلیکوپټر دې د دښمن په ډزو نسکور شوی وي.
طالبانو ادعا کړې چې امریکايي الوتکه دوی غورځولې او په کې سپاره سرتېري یې وژلي دي.