اروپايي ټولنې افغانستان سره خپلې بیړنۍ مرستې ډېرې کړې
اروپايي ټولنې له افغانستان سره خپلې بېړنۍ مرستې ۷۷ میلیون یورو ته لوړې کړې دي.
اروپايي کمیسیون پرون په یوه بیان کې ویلي چې په افغانستان کې د بشري وضعیت له خرابۍ وروسته یې دا اقدام کړی دی.
په بیان کې راغلي چې څلوېښت میلیونه یورو اضافي مرسته به د بېړنیو روغتیايي خدماتو، د استوګنځایونو، د څښلو د پاکو اوبو د برابرولو او د ښځو او ماشومانو د ساتنې پر چارو ولګول شي.
د اروپايي ټولنې د بشري مرستو ناظم کرستوس ستیلیانیدس ویلي دي چې افغانان د سږني کال له پیله نه یوازې د حکومت او وسله والو مخالفینو ترمنځ د جګړو، بلکې د درنو سېلابونو له کبله هم زیانمن شوي دي.