د افغانستان او ایران د نجونو فوټبال لوبډلې سره لوبه کوي
د افغانستان د ۲۳ کلونو کم عمره نجونو د فوټبال لوبډله سبا له ایران سره لوبه لري.
د فوټبال فدراسیون د رسنیو د برخې مرستیال شمس امیني نن ازادي راډیو ته وویل چې د اسیا د ۲۳ کلونو کم عمره نجونو د فوټبال په سیالیو کې افغانستان له څلورو لوبو درې یې بایللې او یوهیې ګټلې ده.
دا سیالۍ د تاجکستان په دوشنبې ښار کې روانې دي.
افغان لوبډلې ازبکستان، تاجکستان او قرغزستان ته لوبې بایللي، خو د ترکمنستان په وړاندې يې بریا خپله کړې ده.
له ایران سره د افغان لوبډلې لوبه په روانو سیالیو کې د افغانستان وروستۍ لوبه ده.