چارواکي: کندهار، زابل او ارزګان کې ۱۷ وسله وال وژلي شوي
د کندهار په معروف او شاوليکوټ کي ۲۸ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په کندهار کي د ۲۰۵ اتل قول اردو مرستیال ویاند صادق عيسي ازادی رادیو ته وویل ، چي د افغان ځواکونو په ترسره شویو عملياتو کي په معروف او د شاوليکوټ ولسوالۍ د وچ باغتو په سيمه کي ۱۳ وسله وال وژل سوی او ۱۵ نور ټپيان دي.
نوموړی وایي په دغو عملياتو کي د وسله والو يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
عيسي وایي د افغان ځواکونو په هوایي عملياتو کي د ارزګان په مرکز ترينکوټ او زابل کې هم ۴ وسله وال وژل شوی او ۴ نور ټپيان شوي دي.
ښاغلي عیسی په عملياتو کي د افغان ځواکونو د زيان يادونه ونه کړه.
وسله والو بيا په کندهار او زابل کي پر افغان ځواکونو د بريدونو ادعا کړې.