چارواکي: پکتیا کې ۹ وسله وال وژل شوي دي
د پکتیا امنیتي مسوولین وايي، چې تېره شپه د احمدابا ولسوالۍ په زرګل سیمه کې د افغان ځانګړو ځواکونو په هوايي برید کې ۵ وسله وال وژل شوي.
د پکتیا د امنیه قوماندانۍ ویاند سردارولي تبسم مشال راډیو ته وویل، چې وسله والو غوښتل د یادې سیمې له لارې په یو کرولا موټر کې وسلې بلې سیمې ته یوسي، چې هوايي برید ورباندې شوی دی.
نوموړی زیاتوي، په دې برید کې پنځه وسله وال وژل شوي او وسلې يې هم له منځه تللي دي.
د چارواکو په وینا وړمه شپه د سیدکرم ولسوالۍ د کوسین په سیمه کې هم د افغان ځانګړو ځواکونو په هوايي برید کې ۴ وسلوال مخالفین وژل شوي وو.
د چارواکو د یادو ادعاوو په اړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې رسنیو ته څه نه دي ویلي.