اردن کې اورلګېدنې ۱۳ پاکستانیان وژلي
د اتو ماشومانو او څلور ښځو په ګډون 13 پاکستاني وګړي د اردن په یو کرنیز فارم کې اورلګیدو وژلي دي.
د اردن ملکي دفاعي ادارې ویلي، اور نن سهار په هغو اوسپنیزو کورونو کې ولګید چې په کې د کرنیزو فارمونو دوه کارګرې پاکستانۍ کورنۍ اوسیدې.
پېښه د پلازمېنې عمان په لویدیځ کې په یوې کلیوالې سیمې کې رامنځ ته شوې ده.
دې ادارې ویلي درې کسان په دې اور لګېدنه کې ټپیان شوي او په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
دې اردني ادارې ویلي چې اور د بريښنايي ستونزې له کبله لګیدلی دی.
د اردن صدراعظم د پېښې په اړه د چټکو څېړنو غوښتنه کړې او د قربانیانو کورنیو او د پاکستان حکومت سره یې په دې اړه عمرازي څرګنده کړې.
د نورو هېوادونو زرهاوو کارګران د اردن په دره کې د ترکاریوو او میوو په خصوصي کرنیزو فارمونو کې مزدوري کوي چې زیاتره یې په ناخوندي کورونو کې اوسیږي.