د ناټو نهه ویشتو غړو هېوادونو د ګډې دفاع ژمنه وکړه
دا ژمنه د ناټو د اویایمې کلیزې په ویاړ په لندن کې د دې تړون د سرمشریزې د پای په اعلامیه کې شوې ده.
پرون تر غونډې وروسته په خپرې شوې اعلامیې کې راغلې چې غړي هېوادونه د اروپا او د امریکا د شمال ترمنځ خپلو اړیکو ته ادامه ورکوي.
په دې اعلامیه کې همداراز غړو هېوادو د تړون پر پخوانۍ پنځمه ماده ټینګار کړی چې پکې ویل شوي، د ناټو پر یوه غړي برید دا معنی لري چې د دې تړون پر ټولو غړو برید شوی دی.
د ناټو د سرمشریزې د پای په اعلامیه کې دا ټکی زیات شوی چې دې ته اړتیا شته چې هغو فرصتونو او ګواښونو ته پاملرنه وشي چې د چین د مخ په زیاتیدونکي نفوذ او نړیوالو سیاستونو نتیجه ده.
د ناټو سرمشریزې ته د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ وویل چې د ناټو تړون په تاریخ کې تر ټولو بریالی تړون دی ځکه چې توانیدلی هرځل چې نړۍ بدله شوې ځان یې ورسره عیار کړی دی.