ننګرهار کې د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې خبرداری
په ختیځ کې د ثبات او همپالنې ټاکینزې ډلې ملاتړو خبرداری ورکړ که په ولسمشریزو ټاکنو د درغلۍ په مټ هر څوک بریالی اعلان شي نو دوی ته به د منلو وړ نه وي.
په ننګرهار کې د ثبات او همپالنې انتخاباتي ټيم ختیځوالو غړو نن په یوه غونډه کې پر ټاکنو کمېسیون غږ وکړ چې پاکې رأیې دې له ناپاکو بېلې او په دې برخه کې دې قانون پلی کړي.
دې غونډې کې د ولسي جرګې پخواني مرستیال حاجي عبدالظاهر قدیر وویل چې مونږ خپل سرنوشت او اینده په تقلب کې نه غواړو او نه یې منو او په خبره یې چې غیر بایومټریک رأیې دې نه منل کېږي.
دی وایي: "د انتخاباتو پر کمېسیون غږ کوو چې کو صلاحیتونه او مسؤلیتونه چې قانون درکړي، له هغې به تجاوز نه کوئ، مونږ تقلب نه غواړو او نه یې منو."
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د یوه تفاهم له مخې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د هغو ولایتونو د رأیو د بیا تفتیش کار پیل کړ چې د اعتراض په ډول د ثبات او همپالنې ټيم د غړو او ملاتړو له خوا یې د څېړنې کارونه ځنډول شوي وو.