اعلا وزیر د میرلي ځینو دوکاندارانو ته د مرستو چېکونه ورکړل
![اعلا وزیر د میرلي ځینو دوکاندارانو ته د مرستو چېکونه ورکړل](https://gdb.rferl.org/e4a20717-1bae-4904-978a-f9c690b04750_tv_w800_h450.jpg)
د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان د ډېسېمبر پر ۱۶مه د شمالي وزیرستان د میرلي بازار ځینو هغو سوداګرانو ته د مرستو چېکونه ورکړل چې په ۲۰۱۴ز کال کې د وسله والو پر ضد په عملیاتو کې یې مالي تاوانونه ګاللي ول. ځینې وزیرستانیانو مشال راډیو ته وویل چې حکومتي پیسې خورا کمې دي ځکه چې د دوکاندارانو تاوانونه ډېر لوړ دي. چارواکي وايي، ټولو سوداګرانو او دوکاندارانو ته مرستې ورکوي. ویډیو وګورئ