د پُست له لارې مشتریانو ته د سیمکارټونو رسول
د مخابراتو وزارت د پُست ریاست به وروسته له دې د افغان تیليکام د مخابراتي شبکې سیم کارټونه، په مرکز او لایتونو کې مشتریانو ته د پست په ذریعه رسوي.
د دغو خدماتو د رسولو تړون د سې شنبې په ورځ د پُست د ریاست او د افغان تیليکام د مخابراتي شبکې د مسؤلینو ترمنځ یو تړون لاسلیک شو.
د افغان پُست رئیس احمد وحید ویس وویل، د دغه تړون په اساس به د هېواد په ۴۶۳ پستي مرکزونو کې د افغان تیليکام لپاره دا اسانتیاوې برابرې کړي چې خپل سیمکارټونه مشتریانو ته په خوندي او اسانه توګه ورسوي.
همدارنګه د افغان تیليکام د مخابراتي شکبې مرستیال محمد شریف امین وویل، له دې سره به د افغان تیليکام د سیمکارټونو په پېر او پلور کې هم د فساد مخه ونیول شي او هم به دغه سیمکارټونه ټولو مشتریانو ته په لږ وخت او منظمه توګه ورسېږي.
د مسؤلینو د معلوماتو له مخې افغان پُست اوس په کال کې شااوخوا ۳۵ میلیونه کورني او بهرني مراسلات تبادله کوي چې له دې لارې په کال کې ۸۰۰ میلیونه افغانۍ د دولت بودجې ته لېږدوي.