ځینې سوداګر: د سوداګریزو ودانیو جوړېدو بدل کې مسولین بډې اخلي
د غزني په ښار کې هغه سوداګر چې سوداګریز مارکیټونه جوړوي شکایت کوي چې د ودانیو د جوړولو په بدل کې سیمه ییزه اداره او د ښاروالۍ مامورین ترې په لسګونه لکه افغانۍ بډې غواړي.
د کاګرانو ترڅنګ پنځوس کلن ولاړ کس چې ځان د جوړېدونکې ودانۍ مالک بولي خو نه غواړي نوم یې واخیستل شي.
دی وايي، د دغه مارکیټ د جوړېدو په بدل کې سیمه ییزې ادارې او ښاروالۍ ته یې پنځه ویشت زره امریکايي ډالره رشوت ورکړی دی.
هغه وايي: "دا مارکیټ چې زه جوړوم له ما څخه یې په خپله اخیستې دي، له ما څخه یې پنځه ویشت زره ډالره اخیستې دي، په یوه کوچني مارکیټ باندې، یو سل شل متره مربع راځي نو داسې حالات روان دي.
بل لور ته بیا د غزني سیمه ییزه اداره له خلکو څخه د کار د جواز په نوم اخیستونکې پیسې په دوی پسې تور ګڼي.
والي وحیدالله کلیمزي د غزني ښار د کابل اډې ترڅنګ د یوې شپږ پوړیزې ودانې د پرانیستلو پر مهال ازادي راډیو ته وویل: "زه فکر کوم چې دا تبلیغات دي، څومره چې موږ تلاش کړی، کوښښ مو کړی، داسې څه مو نه دي ترسترګو شوي، له بدغه مرغه د غزني ښار پلاني سیمه پخوا کمه وه، اوس په غیر پلاني سیمو کې خلک لوړپوړیزې ودانۍ جوړوي، د ښاروالۍ ریاست او پولیس یې مخنیوی کوي، نو تبعاً د مخنیوي په نتیجه کې به له داسې، خبرو سره مخ کېږو، په کوم ځای کې به یا خامخا مشکلات موجود وي، ولي اکثره ادعاوې به ناحقه وي."
په غزني کې د ځايي خلکو ترڅنګ د څنګلورو ولایتونو، پکتیا، پکتیکا او میدان وردګو اوسېدونکو هم سلګونه سوداګریز مارکیټونه او ودانۍ جوړې کړې دي او لا هم تر کار لاندې دي چې هغوی هم د سیمه ییزې ادارې او ښاروالۍ له دغو کړنو شکایت لري.