چارواکي: د هلمند په سنګین کې ۴ سرتېري وژل شوي
د هلمند په سنګين ولسوالۍ کي افغان ځواکونو ته درانه زیانونه اوښتي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي چې په دې پيښه ۴ سرتېري وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي.
ځواک ازادۍ راډيو ته وويل دافغان ځواکونو زیانونه ممکن نور هم ډېر شي.
عمر ځواک وايي پيښه تېره شوې ده.
ده زياته کړه اول يوه درنه چاودنه شوې چې بڼه يې نه ده معلومه او وروسته جګړه هم شوې ده.
ده طالبانو ته هم د ور اوښتو زیانونو خبر ورکړ خو دقيقه شمېره یې وړاندې نه کړه.
طالبانو د بريد پړه پرغاړه اخیستې او ويلي يې دي چي د ملي اردو يوې پوستي ته يي د مځکې لاندې نغم په واسطه ورغلي او ۲۶ سرتېري يې وژلي دي.
دغې ډلې رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې کسانو ته زيان نه دی رسېدلی.
په سنګين کې کلونه کېږي چې د ۲۱۵ ميوند قول اردو ۲ لوا پرته ده چې وخت ناوخت پرې بريدونه کېږي.