فرانسه خپله الوتک لېږدونکي بیړۍ منځني ختیځ ته استوي
دا خبره د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون کړې ده.
مکرون د نوې کال په وینا کې د خپل هیواد پوځیانو ته وویل، د دې هېواد الوتک لیږدونکي بیړۍ به د روان میلادي کال له جنورۍ تر اپریل پورې په منځني ختیځ کې د چمل په نوم عملیاتو کې برخه واخلي او وروسته به د اطلس سمندر او شمالي بحیرې ته ولاړه شي.
دا امریکا په مشرۍ دا عملیات د داعش د وسله والې ډلې پر ضد دي.
د فرانسې ولسمشر ویلي، د چارلز دوګل په نوم دا فرانسوي الوتک لیږدونکي بیړۍ به د جرمني، بیلجیم، هالنډ، هسپانیا، پرتګال او یونان د وړو کښتیو له خوا بدرګه کېږي.
مکرون د دې بیړۍ د دقیق ماموریت به اړه توضیحات نه دي ورکړي خو دا فرانسوي بیړۍ به د داعش پر ضد د بریدونو د ایتلاف برخه وي او فرانسه په سیمه کې زر تنه سرتېري لري.