د مغزي صدمې له کبله د ۱۱ امریکايي سرتېرو درملنه شوې
تر دې مخکې د امریکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ ویلي وو، په دې پېښه کې هیڅ امریکايي ته زیان نه دی رسیدلی.
د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ ویاند بیل اربن د پنجشنبې په ورځ په یو بیان کې وویل ” په داسې حال کې چې پر الاسد هوايي اډې د جنورۍ په اتمه نېټه د ایران په برید کې هیڅ امریکايي سرتیری نه دی وژل شوی، د مغزې صدمې د علایمو له کبله د څو تنو درملنه شو، او لا هم تر ارزونې لاندې دي. “
نوموړې زیاته کړې چې د برید څخه په وروسته ورځو کې یو شمیر سرتیري د ډیر احتیاط له کبله د الاسد له پوځي اډې څخه په جرمني او کویټ کې د امریکا پوځي طبي مرکزونو ته د نورو معایناتو لپاره انتقال شول.
د امریکا د پوځ ددې ویاند په وینا کله چې دا سرتیري د دندې لپاره چمتو وبلل شي نو تمه ده چې له معایناتو وروسته به بیرته عراق ته ستانه شي.
د برید پر مهال په الاسد پوځي اډه کې شا او خوا 1500 سرتیري و چې ډیرو د ایران د توغندیو د برید له خبرداري وروسته د توغندیو د لګیدو پر مهال په خوندي مورچلو کې پناه اخیستې وه.
ایران وروسته له هغې په عراق د امریکا پر پوځي اډو توغندي وویشتل چې امریکايي ځواکونو د بغداد هوايي ډګر ته نژدې د ایران د قدس ځواک پیاوړی جنرال قاسم سلیماني په یو هوايي برید کې وواژه.