په هوواوې شرکت له ایران سره د مرستې په اړه د امریکا تور
د دې وزارت لهخوا د لګېدلو تورونو په پاڼه کې چې د پنجشنبې په ورځ خپره شو، د هوواوې شرکت همدارنګه د امریکا د ټکنالوژۍ د شپږو شرکتونو د اسرارو په غلا هم تورن شوی دی.
د امریکايي څارنوالانو په وینا د هوواوې شرکت د څارنې داسې وسایل د ایران د رژیم په واک کې ورکړي چې له مخې یې هغوی تېر کال د ایراني اعترض کوونکو د څارنې وړتیا ترلاسه کړې.
د ټکنالوژۍ دا ستر چینايي شرکت لا دمخه پر ایران د بندیزونو څخه د سرغړاویو په برخه کې بانکونو ته د دروغ ویلو له تورونو سره مخ دی.
هوواوې شرکت په یو بیان کې چې پرون (پنجشنبه ) خپور شو دا تورونه بېاساسه بللي او رد کړي یې دي.