شاهین قول اردو: بلخ کې د وسلهوالو طالبانو یو مهم قوماندان وژل شوی
د شاهین ۲۰۹ قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي پرون د فبرورۍ په ۱۳مه ازادي راډیو ته وویل چې د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې پرون مازدیګر هوايي عملیات شوي دي.
محمد حنیف رضايي زیاتوي: "هوايي عملیات د چمتال په جر قلعه سیمه کې شوي دي چې د وسلهوالو طالبانو د پوځي کمېسون غړی، مولوي سردار محمد له ۸ نورو کسانو سره وژل شوی دی."
وسلهوالو طالبانو په دې اړه خبرې نهدې کړي.