امریکا کې په کرونا ویروس د مړو شمېر له ۱۰۰۰ واوښت
د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې پرون د ورځې تر ناوخته په متحده ایالاتو کې د کرونا ویروس یا (کووایډ-۱۹) له امله د مړو شویو شمېر ۱۰۳۱ تنو ته ورسېد او پرون هم د دې ویروس ۸۲۷ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
له چین او ایټالیا وروسته ډېری کسان په امریکا کې پر کرونا ویروس اخته شوي دي.
په ټوله نړۍ کې پر کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر ۴۷۰ زره کسانو او د مړینو یې ۲۱۲۸۷ ته رسېدلی دی.
کارپوهان وایي چې په نړۍ کې پر کرونا ویروس د اخته شویو کسانو د کره شمېرې معلومول به ناممکنه ځکه وي چې د ډېرو ازموینې نهدي ترسره شوي او ښایي د مثبتو پېښو شمېر له دې ډېر زیات وي.