په ملګروملتونوکې د امریکا مخکنۍ استازې، سمنتا پاور وايي له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د نړیوالې همږغۍ او ګډ ځواب په ورکولو کې ناکامي، دا ناورین لا زیات سخت کړی دی. هغه پرون د ازادي اروپا/ازادي راډیو ته وویل چې له کرونا ویروس سره له د مبارزې له لومړي پړاوه خواشینونکی درس واخیستل شو.