فاریاب کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې شوي
د فاریاب د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش نن دوشنبه آزادي راډیو ته وویل چې دا نښتې تېره شپه شوي دي.
د نوموړي په خبره دا نښتې وروسته له هغه پیل شوې چې طالبانو د دغو ولسوالیو په مرکزونو د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل.
ښاغلی یورش زیاتوي چې په دې نښتو کې ۱۰ طالبان وژل شوي دي.
نوموړی وایي، یو امنیتي سرتېری هم په دې ترڅ کې وژل شوی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.