د لوګر ولایتي شورا: پل علم زندان کې یو کس د کرونا ویروس له امله مړ شوی
د لوګر د ولایتي شورا مشر حسیب الله ستانکزي ازادي راډیو ته وویل، زندان کې مشکوک یو شمېر کسان معاینه شوي چې د ځینو هغوی نتیجې مثبتې راوتلي.
هغه زیاته کړه: "یو تن چې محبس کې کرونا نیولی و، سپین ږیری و او مړ شوی دی، پر دې سربېره څلور نور زندانیان هم کرونا نیولي دي."
ښاغلی ستانکزی وایي، تر دې پېښې وروسته زندانیانو د دې لپاره د نه خوړو اعتراض کړی چې د ولسمشر د بخښنې ځانګړی فرمان سم نه دی عملی شوی.
د لوګر امنیه قومندانۍ وایي، زندانیانو اوس خپل اعتصاب پای ته رسولی دی.