یونان کې یوه افغانه ښځه وژل شوې
د جرمني ډي.پي.اې اژانس د پولیسو له قوله راپور ورکړی چې دغه پېښه تېر ماښام د موریا په نوم د کډوالو له ګڼې ګوڼې ډک کېمپ کې د ماشومانو پر سر د فزیکي شخړې په پایله کې رامنځته شوې.
ویل شوي نه دي چې دغه ښځه په څه ډول وژل شوې.
قاتله له پېښې وروسته یوې تپې ته تښتېدلې خو وروسته د پولیسو له خوا نیول شوې ده.
د یونان په موریا کېمپ کې ۱۷ زره پنا غوښتونکي دېره دي، حال دا چې دغه کېمپ د نژدې درې زرو کسانو د اوسېدو وړتیا لري.