Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د پاکستان حکومت ۲۸ پيلوټان له دندو ليرې کړل

د پاکستان حکومت وايي ټول هغه پيلوټان چې د جعلي لایسنسونو درلودو شک پرې شوی، له پروازونو کولو منع کړل شوي دي. د اطلاعاتو وفاقي وزیر شبلي فراز د جولای په ۷مه په يوه خبري غونډه کې وويل د هغو خلکو خلاف یې هم کاروايي شروع کړې چې د پيلوټانو په جعلي لايسنسونو يې سترګې پټې کړې وي.

هغه زیاته کړه: ''د چا چې لايسنسونه مشکوک وو، هغو ته د الوتکو د پورته کولو اجازت نشته. په پي ای اې او هوا بازۍ اداره کې د هغه خلکو خلاف هم ګامونه اخیستل پیل شوي چې د پيلوټانو پر جعلي لایسنسونو يې په مبيينه ډول ځان غلی کړی وو. ۲۸ پيلوټان چې لايسنسونه يې جعلي دي، له دندو ليرې کړل شوي دي. د پاتو خلاف د ډيسپلين او مبيينه جرم ترسره کولو د څېړنو کارروايي روانه ده.''




په همدې حال کې اروپا فضا ژغورنې ادارې ۳۲ هېوادونو ته د جولای پر۷مه لېږلي يوه خط کې ويلي چې له پاکستانه لایسنس اخېستونکيو پيلوټانو ته د الوتکو الوزولو اجازت ورنه کړي. دا هر څه تر هغه ورسته مخې ته راغلل چې د مې پر دوه ویشتمه له لاهوره کراچۍ ته روانه د پاکستان هوايي کرښې يا پي ای اې يوه الوتکه وغورځېده او ۹۸ کسان پکې مړه شول. د پاکستان حکومت تحقیقات پېل کړل او د هوابازۍ وزیر غلام سرور خان د جون په ۲۶مه په يوه خبري غونډه کې وويل چې د ۲۶۲ پيلوټانو لایسنسونه په مشکوک ډول جعلي دي.






په پاکستان کې د پيلوټانو اتحاديې پالپا ترمخه په ټول ملک کې فعاله ۸۶۵ پيلوټان موجود دي. دې اتحادیې د حکومت له خوا پر دوی په کراچۍ کې د غورځېدلې الوتکې پړه اچول رد کړي دي. دې اتحاديې د جولای په ۷مه مشال راډيو ته په ليکلي بڼه په رالېږلې خپل موقف کې ويلي چې حکومت د هر څه زور له پيلوټانو وباسي او د هوابازۍ اداره زمه واره نه بولي. يوه پخواني پايلټ ميا شاهد حبیب هم مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې که د پيلوټانو لایسنسونه جعلي وو نو د هوا بازۍ وزارت ته ولې معلومات نه وو.


هغه د جولای په ۷مه، په خپلو خبرو کې د يو پيلوټ د لایسنس اخیستو طریقه کار داسې تشريح کړ. ''که څوک غواړي پايلټ شي نو لومړی بايد ايف ايس سي وکړي. بيا به د پاکستان له څلورو کلبونو څخه يوه ته ورځي او هلته به دوه سوه ګنټې ټريننګ پوره کوي. بيا ترې امتحان اخیستل کېږي. د اتو مضمونونو او عملي پرواز. دا هر څه د هوايي بازۍ اداره کوي. اوس په دې هرڅه کې د هوابازۍ اداره غایبه ده خو زور له پيلوټانو وځي.''




د پيلوټانو د جعلي لایسنسونو له وجې ځينو هېوادونو د پاکستان پر هوايي شرکت يا پي ای اې پروزاونو بندیز لګولی دی. يورپي يونين د جولايي په دوهمه اعلان وکړ چې د مسافرو د خوندي ساتلو لپاره تر شپږ مياشتو پورې د پي ای اې الوتکې نه ورپرېږدي.


د پاکستان د هوابازۍ په اړه د ګڼو تحقیقاتي راپورونو خبريال، افتاب کاکاخېل د جولای په ۷مه مشال راډيو ته وويل چې دې جنجال د پاکستان اقتصاد، د دې صنعت سره د تړلو خلکو روزګار او په نړيواله کچه د دې هېواد حیثیت ته سخت زیان ورساوه. ''په هفته کې به يورپ ته ۲۳ پروازونه کېدل. هغه به اوس نه کېږي. زموږ پيلوټان په نورو هوايي کرښو کې هم وو. انجنيران هم شته دي. دې ټولو ته اوس د شک په سترګه کتل کېږي.''


د جولايي په ۷مه نېټه د پيلوټانو نړيوالې اتحاديې د پاکستان وزیراعظم عمران خان ته يو خط لېږلی دی چې پکې يې د پاکستاني حکومت له خوا له پيلوټانو څخه روانو تحقیقاتو په اړه اندېښنې ښودلې دي. مشال راډيو ته په رسېدلي دې خط کې له وزیراعظمه غوښتل شوي چې دغه نړيواله اتحاديه غواړي چې د شفافیت لپاره د دې څېړنو برخه شي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *