Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ناټو: روسیه باید ځینې جدي پوښتنو ته ځواب ووايي

ناټو له روسیې وغوښتل چې د اپوزیسیون د مشر الکسي ناوالني د مسمومېدو د قضیې په څېړنه کې همکاري وکړي.


ناټو تړون د کیمیاوي وسلو د مخنیوي لپاره د یوه نړیوال سازمان په مشرۍ د بې پرې څېړنو وړاندیز کړی دي. 




د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ نن په بروکسل کې د دې تړون د سفیرانو تر یوې ځانګړې غونډې وروسته وویل: "ځینې جدي پوښتنې شته چې روسیه یې باید ځواب ووايي."


جرمني چې د ناوالني درملنه په کې روانه ده، تېره چهارشنبه ویلي و، په معاینو کې څرګنده شوه چې الکسي ناوالني د نوویچوک په نوم په زهرجنو موادو مسموم شوی دی.


دا مواد د پخواني شوروي اتحاد په مهال جوړېدل. 


۴۴ کلن نوالني د اګست په ۲۰ نېټه له سایبریا څخه مسکو ته په الوتکه کې ناروغ شو او له کبله یې الوتکه په نیمايي لاره کې په اومسک کې کېناستو ته اړ ایستل شوه.


ده، مخکې تر دې چې جرمني ته یووړل شي، په اومسک کې دوې ورځې تېرې کړې. 


د ده روغتیايي حالت نازک دی او اوس د جرمني د برلین په یوه روغتون کې د عاجلې څارنې په خونه کې تر تداوۍ لاندې دی. 


ډاکترانو دی د کوما په حال کې ساتلی دی. 


وروسته له دې چې د جرمني صدراعظمې انګیلا میرکل دا قضیه د مسمومیت په وسیله د قتل قصدي هڅه وبلله، دغه هېواد په ناټو او اروپايي اتحادیه کې د خپلو متحدانو له لوري د روسیې پر ضد د ګډ عکس العمل هڅه کوي. 


اروپايي اتحادیه په روسیې باندې پر احتمالي بندیزونو غور کوي. 


د اروپايي اتحادیې له لوري د دې اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیف بوریل پرون په یوه بیان کې پر نوالني د مرګونې حملې هڅه وغندله او له مسکو څخه یې د دې جنایت په اړه د بشپړو تحقیقاتو غوښتنه وکړه. 




بوریل ویلي، اروپايي اتحادیه د ګډ نړیوال غبرګون غوښتنه کوي او دا خپل حق ګڼي چې مناسب اقدامات وکړي. 


ده دا هم ویلي چې پر جرم سترګې پټول به ونه زغمل شي. 


روسیې د نوالني په قضیه کې لاس لرل رد کړي دي. 


د ولسمشر پوتین ویندوی دیمیتري پیسکوف پرون وویل، په جرمني او اروپايي اتحادیه کې له خپلو شریکو هېوادونو غواړي د قضاوت په کولو کې له بیړې کار وانخلي. 


په همدې حال کې د امریکا د کانګریس غړیو د ولسمشر ټرمپ له حکومته غوښتي چې د دې مسئلې په خاطر پر روسیې هغه بندیزونه ولګوي چې کانګریس تصویب کړي دي. 


نوالني، چې د اپوزیسیون مشر او د فساد ضد کمپاینر دی، پخوا په ځلونو نیول شوی او حملې پرې شوي دي 


دی سربیا ته د فساد پر ضد د تحقیقاتو او په روان سېپټېمبر کې په سیمه ییزو ټاکنو کې د اپوزیسیون د مشرانو د ملاتړ لپاره سایبریا ته تللی و. 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *