شاهین قول اردو: بلخ کې ۸ وسله وال وژل شوي
۲۰۹ شاهین قول اردو په یو بیان کې چې نن خپور شو وايي، دا برید د چاربولک ولسوالۍ په سبزیکار سیمه کې شوی او هغه وسله وال په کې په نښه شول چې د افغان ځواکونو پر یوه پوسته یې برید کړی و.
شاهین قول اردو په یو جلا بیان کې د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په شاخ سیمه کې کې هم له حکومتي ځواکونو سره په نښته کې د اوو طالبانو د وژل کېدو او د دوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.
بل خوا تندر قول اردو د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په ځوابي حمله کې د لسو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
۲۰۳ تندر قول اردو په یوه بیان کې چې نن سهار خپور شو وايي، په وژل شویو کې دوه بهرني وګړي چې یو چیچنیایی او بل پاکستانی وو، هم شامل دي.