افغانستان سره د هند ۸ زره ټنه مرسته شوي غنم چابهار ته ورسېدل
د ایران د سیستان او بلوچستان د بندرونو مسؤل، بهروز اقايي پرون (د سپټمبر په ۵مه) فارس نیوز ته ویلي چې د هند د مرستې غنم به ډېر ژر افغانستان ته واستول شي.
د هند حکومت له افغانستان سره د ۷۵،۰۰۰ ټنه غمنو مرستې ژمنه کړې چې دا بستهیې هم برخه ده.
اقايي ویلي چې د مارچ له میاشتې راهیسې د هند د مرستې ۵۳،۰۰۰ ټنه غنم د چابهار بندر ته رسېدلي دي.
د افغانستان، هند او ایران حکومتونو په ۲۰۱۶ میلادي کال کې موافقه وکړه چې په چابهار کې د شهید بهشتي بندر په نسبتاً ارزانه بیه د هند او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو مالونو د لېږد رالېږد لپاره پرانیستل شي.