Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

پر موټروې پر ښځه په جنسي تېري تورن یو ملزم ځان بېګناه بللی

اسلام اباد - په پنجاب کې د لاهور - سيالکوټ پر موټروې پر يوې ښځې پر جنسي تيري تورنو مطلوبو دوو کسانو څخه يو ځان پوليسو ته سپارلی دی خو هغه پر ځان لګيدلی تور رد کړی دی.


د پاکستان ډان ورځپاڼې او جيو نيوز د چارواکو په حواله ويلي چې پولیسو د سېپټمبر پر ۱۳مه د دې سړي پر کور چاپه وهلې وه خو نوموړی نه وو او وروسته بیا پخپله تاڼې ته حاضر شوی دی.


پولیس په دې پېښه کې د يو بل ملزم د نيولو په لټه کې دي.


دا له هغه وروسته ده چې د پنجاب اعلا وزیر عثمان بزدار د سېپټمبر پر ۱۲مه وویل چې له لاهور سره نيږدې پر موټروې پر يوه ښځه په جنسي تيري تورن دواړو ملزمانو پيژندګلو شوې ده او ډير ژر به ونیول شي.


عثمان بزدار په لاهور کې خبري غونډې ته وويل چې هغه دواړه ملزمان یې تر۷۲ ساعته هم په کم وخت کې معلوم کړي. ده وویل هڅه کوي چې دواړه ونیسي او عدالت ته یې وړاندې کړي.


نوموړي وویل چې که چا هم ورسره د ملزمانو په نيولو کې مرسته وکړه نو ۲۵ لاکه روپۍ انعام به ورکوي.


عثمان بزدار د پنجاب پوليسو او اړوند ادارو ته امر کړی دی چې په راتلونکي کې دې د دا داسې پيښو مخنيوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.


د پنجاب پوليسو مشر انعام غني خبري غونډې ته وويل چې پر ساينسي بنېادونو تر پلټنو وروسته دا ثابته شوه چې یوملزم چې نوم يې عابد علي دی او د بهاولنګر ضلعې اوسيدونکی دی هغه په دې پيښه کې ککړ دی.


ده وویل، "په هم هغه شپه زموږ ټيمونو په بهاولنګر کې د دې ملزم ټول ريکارډ ترلاسه کړو او د هغه په مرسته موږ د ده بل ملګري ته ورسېدو چې نوم يې وقارالحسن دی او د شېخوپورې اوسيدونکی دی."


دا له هغه وروسته ده چې د سېپټمبر پر نهمه د شپې شاوخوا ۱۲:۳۰ بجې يوه ښځه له خپلو دريو بچيو سره له لاهوره په ګوجرانواله کې د خپلې خسرګنۍ پر لور روانه وه چې له ګوجر پورې سيمې سره يې په موټر کې تيل ختم شو او د لاهور او سيالکوټ په موټروې ودريده.


د رپورټونه له مخې، څه شيبه وروسته ۲ وسله والو د بچیو مخې ته پر دې ښځې جنسي تيری وکړ او پېسې او ګاڼه يا زيورات يې ترې هم واخيستل.


د دې پېښې پرضد او د ملزمانو نیولو لپاره د سېپټمبر پر ۱۱مه او ۱۲مه په پيښور، اسلام اباد، لاهور او کراچۍ په ګډون د ملک په يو شمير نورو ښارونو کې مظاهرې وشوې.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *