د هند ځینو سیمو کې ښوونځي بېرته پرانیستل کېږي
دغه هېواد کې چې څه باندې یو اعشاریه درې میلیارده نفوس لري، له تېرو شاوخوا پنځو میاشتو راهیسې ښونځي بند وو.
مرکزي حکومت د ښونځیو پیل ته شین څراغ ښودلی، خو وروستۍ پرېکړه یې ایالتونو ته پریښې.
په ډيلي، ګجرات، کیرالا او اوترا پردیش کې ډېرو ویلي چې د ښونځیو د پرانیستو پرېکړه لا وختي ده.
په ورځنۍ کچه د کرونا ډېرې پېښې هم دې وروستیو کې هند کې ثبتېږي او هره ورځ سلګونه کسان ترې مړه کېږي.
دغلته اوس هره ورځ د شاوخوا یو لکو نویو پېښو راپور ورکول کېږي چې ورسره د مثبتو پېښو شمېر هم پنځه اعشاریه څلور میلیونو ته رسېدلی دی.
په ټوله نړۍ کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر نژدې ۳۱ میلیونو ته رسېدلی او له دې کبله د مړو شمېر هم یو میلیون ته نژدې شوی.