Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

هېواد: د سولې لپاره له هڅو سره جوخته جګړه د منلو نه‌ده

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره په قطر کې د سولې بین‌الافغاني خبرو د ځنډېدو په عواملو او د خلکو په اندېښنو لیکنې او تبصرې کړې دي.



مسیر


مسیر ورځپاڼې د سولې په خبرو اترو کې د ځنډ موضوع را اخیستې لیکلي چې د بین‌الافغاني خبرو لپاره پر اصولو او کړنلاره بحث دوهمې اوونۍ ته غځېدلی او لا هم اختلافي مسایل نه‌دي حل شوي.


د سرمقاله لیکونکي په باور، داسې ښکاري چې پر اصولو او کړنلاره بحث به ډېر وخت ونیسي او بیا به ورپسې پر اجنډا هم بحث لانجمن او اختلافي وي او دواړه اړخونه به ژر پایلې ته ونه‌رسېږي.


ورځپاڼې د خبرو د ځنډېدو لامل د ذهنیتونو او دریځونو ستونزه بللې او لیکي چې طالبان لا هم سولې ته د فتحې په سترګه ګوري او فکر کوي چې د امریکا له ماتې وروسته دوی حکومت هم په سوله‌ییزو خبرو ماتوي او خپلو ټولو یا لویې برخه موخو ته رسېږي او له همدې امله طالبان قربانۍ او یا له خپلو خبرو څخه تېرېدنې ته لږ او یا هم بېخي نه‌حاضرېږي.


ورځپاڼې اندېښنه ښودلې چې په دې ذهنیت چې دواړه اړخونه‌یې لري، سوله ناشونې کېږي چې یا خو به یو لوری یو مخ له خپل دریځ څخه تېرېږي او یا به هم دواړه لوري څو ګامه مخ ته راځي او له ځینو مسایلو به تېرېږي، څو د خبرو پیل ته لاره هواره شي او بیا بریالۍ شي.



هشت صبح


هشت صبح ورځپاڼې بیا انتقاد کړی چې د سولې د خبرو د ځنډېدو لاملونه او په دې اړه شوي پرمختګونه په دقیق ډول له خلکو سره نه شریک کېږي.


په سرمقاله کې ټينګار شوی چې په دوحه کې د سولې د خبرو اترو پرېکړې باید د افغانستان د ملي ارزښتونو پر بنسټ وي.


ورځپاڼې د خلکو، مدني فعالانو او سیاسیونو هغه اندېښنې را اخیستي چې ویلي د دغې پروسې معلومات پټ ساتل کېږي. وړاندې راغلي چې افغانان په ناوړه وضعیت کې د رایو صندوقونو ته ولاړل او قرباني یې ورکړې چې په وینا یې اوس باید د دوی د قربانیو او سرښندنو قدر وشي او تېرې لاسته راوړنې خوندي شي.


لیکوال لیکلي چې د سولې په خبرو اترو کې هر ډول بدلون چې راځي افغانان باید په جریان کې اوسي او خلکو ته دقیق معلومات ورکړل شي.



هېواد


هېواد دولتي ورځپاڼې د سولې خبرو سره هم‌مهاله د جګړې زیاتېدو ته اشاره کړې لیکلي چې د سولې لپاره له هڅو سره جوخته جګړه د منلو نه‌ده.


ورځپاڼې دا حالت د اندېښنې وړ بللی چې په قطر کې د سولې خبرې روانې دي او له بلې خوا له بېلابېلو ولايتونو د لسګونه ملکيانو او ځينو دولتي چارواکو د وژل کېدو او ټپي کېدو راپورونه ورکول کېږي.


د سرمقاله لیکونکي په باور، په اصل کې د پاکستان په شمول نور دښمن لوري لکه روسيه، ايران او ځينې د پردې تر شا نور دښمن لوري طالبان نه‌پرېږدي چې د افغانانو له هيلو سره سم د پخلاينې لاره غوره کړي.


ورځپاڼې ادعا کړې چې طالبان په خپل واک نه‌دي چې يا سوله وکړي او يا هم اوربند، بلکې هغوی د دې لورو تر فشارونو لاندې دي، هر يوه ځانګړې اجنډا ورکړې چې پر بنسټ‌يې له افغان حکومته امتياز ترلاسه کړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *