Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

'تېرو ۶ میاشتو کې د طالبانو خوځښتونه؛ ۷،۰۰۰ حملې او ۳،۵۰۰ ملکیانو ته مرګ‌ژوبله'

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د روان کال په ۶ میاشتو کې یا له طالبانو سره د امریکا د هوکړې له لاسلیک کېدو راهیسې، یادې ډلې د افغانستان پر امنیتي ځواکونو، عامه تأسیساتو او عامو خلکو ۷،۰۰۰ وسله‌والې حملې کړې دي.   


دا خبره د دغه وزارت ویاند طارق ارین د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د تلې ۰۱» په کابل کې خبریالانو ته وکړه او ویې‌ویل، په دغو حملو کې نږدې ۳،۵۰۰ ملکي کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، خو ښاغلي ارین د وژل شویو او ټپیانو کره شمېره ونه‌ویل.


طالبان دغه ادعاوې ردوي.


خو ښاغلی ارین زیاتوي: "د روان کال د حمل له لومړۍ نېټې نه د سنبلې تر ۳۰مې، طالبانو نږدې ۷،۰۰۰ یرغلیز خوځښتونه کړي دي. په خواشینۍ سره په دغو خوځښتونو کې زموږ ملکي خلکو ته درانه تلفات اوښتي چې څه کم ۳،۵۰۰ ملکي کسان په‌کې ټپیان او شهیدان شوي دي."




ده وویل د طالبانو په دغو خوځښتونو کې وسله‌والې حملې، د سړک غاړې بمونه، د چاودېدونکوموادو کارول، ترور او داسې نور شامل دي.


ښاغلي ارین دا هم وویل، د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه فعال دفاعي حالت لري او په دغو نښتو کې یې طالبانو ته هم درانه تلفات اړولي دي.    


دا په داسې حال کې ده چې د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د بین‌الافغاني خبرو پرانیست غونډه وشوه.  


تمه وه چې رسمي خبرې د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځې پیل شي، خو د غونډې په کړنلارې د بحث لا امله دا خبرې ځنډېدلي او تر اوسه پورې هم بحثونه روان دي.  


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وړمه شپه پر خپله ټویټرپاڼه د تاتریخوالي پر دوام اندېښنه ښودلې او لیکي: "له تېرو څو ورځو راهیسې په افغانستان کې تاوتریخوالی په څرګند ډول زیات شوی چې دا  د تأسف خبره ده، په دې  تاوتریخوالو کې ګڼ افغانان وژل کېږي."




ده وړاندې لیکلي، "دې ته په پام چې وروستیو کې د سولې خبرې پيل شوي، نو اړینه ده چې ټول اړخونه په تاوتریخوالي کې د پام وړ کموالی راولي. "    


د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونتېکورو هم د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت په  خپل پیغام کې ویلي، په افغانستان کې د سولې لپاره تاریخي فرصت رامنځته شوی او باید نور تاوتریخوالي ته د سیاسي جوړجاړي له لارې حل لار پیدا شي.


خو د کورنیو چارو وزارت د ویاند په خبره، طالبانو دغو مذاکراتو او د افغان ولس او حکومت هېڅ غوښتنې ته،  نه‌یوازې دا چې مثبت ځواب ونه‌وایه، بلکې د جګړې اور یې لا تود وساته.    


د چارو پوهان وايي، طالبان د دې لپاره  چې په دغو مذاکراتو کې امتیاز ترلاسه کړي، غواړي دغه هدف ته د جګړې له لارې ځانونه ورسوي.




پخواني جنرال عتیق اله امرخېل ازادي رادیو ته وویل: "طالبان یا مقابل لوری غواړي چې خپل اهداف د زور، جګړې او تاوتریخوالي له لارې پر نورو ومني او په مذاکراتو کې برلاسی پیدا کړي، د دې لپاره‌یې جګړې ته زور ورکړی دی. په دغو جګړو کې د جنګ قوانین نه‌مراعتوي او نه مراعات شوي دي."


خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي ته په لېږل شوي غږیز پیغام کې د کورنیو چارو وزارت دغه ادعا رد کړه ویې‌ویل، وسله‌والو طالبانو خپل پوځي عملیات کم کړي او دا حکومت دی چې د هېواد په څو ولایتونو کې یې د طالبانو پر ضد عملیات پیل کړي او د ملکي تلفاتو لامل د حکومت هوايي بمبارۍ دي، نه طالبان. 


سربېره پر دې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مذاکراتو له پیل راهیسې د افغانستان په ډېری ولایتونو کې پر افغان ځواکونو وسله‌والو حملو زور اخیستی چې دواړو ته په‌کې مرګ‌ژوبله اوړي.


دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله تېره ورځ د سولې د نړیوالې ورځې په مناسبت په جوړې شوې غونډه کې پر طالبانو غږ وکړ چې په هېواد کې د سولې د ټینګښت په خاطر د افغان حکومت او افغان ولس غوښتنه ومني.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *