Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

'د سولې له خبرو سره هم‌مهاله د طالبانو له لوري د حملو زیاتېدل په څه معنی؟'

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د سولې د بین‌الافغاني خبرو اترو د ځنډېدو او د جمهور رئیس محمد اشرف غني د دوهم مرستیال سرور دانش وروستیو څرګندونو په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.



هشت صبح


هشت صبح ورځپاڼې د سولې د خبرو اترو له پیلېدو سره د جګړې د زیاتېدو اندېښنه مطرح کړې او لیکلي چې په وروستیو اوونیو کې جګړې زور اخیستی او ملکي مرګ‌ژوبله زیاته شوې ده.


ورځپاڼې پوښتنه مطرح کړې چې د سولې له خبرو سره هم‌مهاله د طالبانو له لوري د حملو زیاتېدل په څه معنی؟


د سرمقاله لیکونکي په باور،که چېرې طالبان له دې لارې د امتیاز ترلاسه کولو او فشار زیاتولو په لټه کې دي دا به د سولې پروسې د ځنډېدو او د خبرو د نه‌پرمختګ لامل شي.


لیکوال ټینګار کوي چې د سولې پیغام باید د وینې توېدو لامل نه، بلکې افغانان تمه لري چې د سولې پیغام د جګړې د درېدو لامل شي او د افغانانو کورونو ته د سولې او خوشالۍ پیغام ورسېږي.



هېواد


هېواد دولتي ورځپاڼې له طالبانو سره د سولې او اوربند لپاره نړیوال فشارونه اړین بللي دي.


ورځپاڼې ویلي چې د پوره ۱۰ ورځو په تېرېدو سره لاهم طالبان د سولې لپاره له افغان پلاوي سره خبرو ته نه‌دي چمتو شوي.


سرمقاله لیکونکي ټينګار کړی چې نړیواله ټولنه په ځانګړي ډول امریکا باید پر طالب ډلې او تر شا یې پر ولاړو نورو بهرنیو لورو فشارونه راوړي.


د سرمقاله لیکونکي په باور د نړیوالو فشارونو پرته به طالبان سولې ته حاضر نه‌شي او جګړه به همداسې روانه وي.


د قطر په پلازمېنه دوحه کې د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ د سولې د بین‌الافغاني خبرو له پرانیستونکې غونډې راهیسې د افغان حکومت او طالب ډلې مرکچي پلاوي د سولې د خبرو د کړنلارې پر سر خبرې کوي، خو تر اوسه کومې نتیجې ته نه‌دي رسېدلي.



ویسا


ویسا ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې په بامیانو کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني د دوهم مرستیال د څرګندونو په اړه لیکلي.


سرمقاله لیکونکي لیکلي، ښاغلي دانش په بامیانو کې د جمهور رئیس په حضور کې تندې خبرې وکړې او د احمد شاه بابا رانیولې د هېواد تر وروستي پاچا پورې يې ټول مستبد او ظالم واکمنان وبلل او له طالبانو سره‌یې پرتله کړل.


ویسا د نوموړي دا څرګندونې غیر اصولي بللې دي او انتقاد یې کړی چې د جمهور رئیس مرستیال باید د قومي سیاسي لیډر څېره غوره نه‌کړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *