Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د ځینو رسنیو مسؤلین: قطر کې معلوماتو ته نه‌لاسرسی د رسنیو 'سانسور' دی

د رسنیو له خبري پوښښ لیرې، په قطر کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې!


د یو شمېر رسنیو مسؤلان وايي، حکومت په قطر کې د سولې مذاکراتو د خبري پوښښ په برخه کې له رسنیو سره همکاري نه‌ده کړې.  


دوی وايي، افغانان په قطر کې د روانو خبرو په اړه بشپړ معلومات نه‌لري او دا په یوه ډول د رسنیو "سانسور" دی.  


د کلید ګروپ اجرائیه مشرې نجیبې ایوبي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د تلې ۰۲» په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، د خبرو دواړه لوري مسؤلیت لري چې په قطر کې د روانو خبرو په اړه خلکو ته معلومات ورکړي، نه دا چې د رسنیو غږ ټپ کړي.




اغلې ایوبي زیاته کړه: ​"نن احساسوم چې غواړي د رسنیو غږ خاموش کړي، خو په افغانستان کې رسنۍ په تېرو ۲۰ کلونو کې دې ته رسېدلي چې د رسنیو د غږ خاموشول اسانه کار نه‌دی."


دې غونډې ته د کابل‌نیوز ټلوېزیون په استازولۍ جیلاني ځواک وویل، په حکومت کې یو شمېر کړۍ په دې هڅه کې دي چې اطلاعاتو په ځانګړي ډول په قطر کې د روانو خبرو ته د خلکو لاسرسی محدود کړي.


د ښاغلي ځواک په خبره، په قطر کې د افغان دولت مرکچي پلاوی هم رسنیو ته په خپل وخت معلومات نه‌ورکوي.


په ورته وخت کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو معین عبدالمنان شیوای شرق وايي، رسنۍ په قطر کې د سولې له روانو خبرو د خبري پوښښ حق لري.  


ښاغلي شرق ژمنه وکړه چې په قطر کې د سولې د روانو خبرو اترو د خبري پوښښ په برخه کې د رسنیو د مسؤلانو اندېښنې او وړاندیزونه به حکومت سره شریکې کړي.




ښاغلی شرق وايي: "د افغانستان حکومت د بیان ازادۍ څخه ملاتړ ته ژمن دی. پر همدې بنسټ، زه هیله لرم چې د افغانستان حکومت رهبري او په دوحه کې د طالبانو مرکچي پلاوی د رسنیو لپاره ځای ځانګړی کړي."


د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ د قطر په دوحه کې پیل شوې او  تر اوسه هم روانې دي.  


خو هغه خبریالان چې د افغان حکومت له‌خوا د دې خبرو د خبري پوښښ لپاره قطر ته تللي وو، بېرته کابل ته راستانه شوي او دا خبرې اوس د رسنیو له حضور پرته روانې دي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *