لغمان چارواکي: موټربم چاودنې له امله ۸ کسان وژل شوي او ۳۰ ټپیان دي
د والي د ویاند په وینا په وژل شویو کسانو کې ۴ نظامیان او ۴ ملکیان دي.
د والي ویاند اسدالله دولتزي ازادي راډیو ته وویل، چې نن سهار لس بجې شاوخوا د لغمان پر والي رحمت الله یارمل هغه مهال چې له مېلمستونه د دفتر په لور روان و، د سلطان غازي بابا د ښارګوټي دروازې ته څېرمه چاودنه شوې، خو والي ته پهکې زیان نهدی رسېدلی.
د یادونې ده چې دوه ورځې وړاندې د ننګرهار د غني خېلو ولسوالۍ د مقام پر ودانۍ هم موټربم چاودنه شوې وه چې له امله یې د ۴ ماشومانو او یوې مېرمنې په ګډون ۱۶ تنه وژل شوي وو او ۴۰ نور ټپیان وو.
تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسئولیت نه ده منلی.