Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

کابل کې د وروستیو ترورېستي حملو د یوه تورن نیولو لپاره جایزه ټاکل شوې

د افغانستان کورنیو چارو وزارت د غورځنګ مشهور په عماد چې  په کابل ښار کې د وروستیو پلان شویو ترورېستي حملو عامل ګڼل شوی، د نیولو لپاره ۷۰۰ زره افغانۍ جایزه ټاکلې ده.   


د دغه وزارت ویاند طارق ارین ازادي رادیوته وویل، غورځنګ د کابل ښار د ۵مې حوزې د ترورېستي حملو مسؤل او د پولیسو تر څار لاندې دی.


د دغه وزارت ویاند طارق ارین د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د تلې ۱۴» وايي، هر څوک چې د غورځنګ په نیولو کې مرسته وکړي، دغه جایزه به خپله کړي.




هغه زیاته کړه: "د کابل ښار په پنځمه حوزه کې مو د ترور ځیني موارد درلودل چې یو شمېر مو په دې تړاو مخکې ونیول. د دغو ترورېستانو نه یو غورځنګ مشهور په عماد دی چې په وروستیو ترهګرو فعالیتونو کې لاس لري، د ده د نیولو لپاره مو ۷۰۰ زره افغانۍ اعلان کړي."


ښاغلی ارین وايي، غورځنګ د پنځمې حوزې د پولیسو او عامو خلکو په ترور کې لاس لري او هر څوک چې د ده په نیولو کې مرسته وکړي، هویت به‌يې پټ وساتل شي.


د ده په خبره د کورنیو چارو وزارت د مجرمانو د نیولو او جرمونو د کموالي په هدف یو لړ اقدامات کړي چې نتیجه‌یې مثبته وه.


که څه هم ښاغلي ارین د دغو اقداماتو په اړه جزئیات ورنه‌کړل، خو ویې‌ویل دوی به دغه کار د کابل ښار په نورو سیمو کې هم پلی کړي.


دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر کابل ښاریان وايي، د جرمونو زیاتېدو تنګ کړي دي.


محمد نسیم او غلام حسن وايي: "اندېښنې مو ورځ په ورځ ډېرېږي، زموږ په سیمه کې یې درې امنیتي کارکوونکي ووژل، د خلکو موبايلونه غلا کوي، خو پر وړاندې یې هېڅ اقدام نه‌کېږي، روان وضعیت اندېښمن کړي یو. شپه او ورځ په کراره نه‌شو تېرولی."


دوی امنیتي حوزې له غلو او شوکمارو سره په لاس لرلو تورنوي او هیله‌مند نه‌دي چې دغه ستونزه به حل شي.


په ورته وخت کې د چارو یو شمېر پوهان د کورنیو چارو وزارت له‌خوا د مجرمانو د نیولو لپاره د جایزو ټاکل، مؤثر نه‌ګڼي.




د چارو پوه عتیق‌الله امرخېل وايي، دا کړنلاره په غربي هېوادونو کې مؤثره، خو په افغانستان کې ګټوره نه‌ده.


ده وویل: "هېڅوک نه‌حاضرېږي چې په دې برخه کې همکاري وکړي، خلک له غلو او ترهګرو ډارېږي، ځکه زورواکي د غلو ملاتړ کوي. خلک ټول غله پېژني، خو همکاري نه‌شي کولای."


د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر فقیر محمد فقیر وايي، د خلکو او دولت ترمنځ لازم باور نه‌شته او خلک له حکومت سره له همکارۍ ډارېږي.


دی وايي، د دغه ستونزې د حل لپاره حکومت باید د پولیسو په تشکیلاتو کې اصلاحات راولي او مجرمین مجازات کړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *