Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

قطري چارواکو سره د ولسمشر غني د بحث یوه برخه د سولې روانې خبرې دي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني کویټ او قطر ته ولاړ. 


ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، چې ښاغلی غني به د قطر له امیر او صدراعظم سره د افغانستان د سولې د بهیر او دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کوي. 


افغان ولسمشر محمد اشرف غني په داسې حال کې قطر ته سفر کوي چې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو د تماس ډلو تر منځ د سولې خبرې درېدلې دي. 


ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د افغانستان د سولې اوسنی روان بهیر له قطري چارواکو سره د محمد اشرف غني د بحثونو یو مهمه برخه ده. 


د ولسمشر غني د ویاند مرستیال ویاند دوا خان مینه پال نن ازادي راډيو ته وویل، چې ښاغلی غني به د قطر له امیر، صدراعظم او ځینو نورو قطري چارواکو سره دغه شان د دواړو هېوادونو د اړیکو په اړه خبرې وکړي.


هغه وايي: "جمهو رییس به د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا لپاره د قطر له امیر، صدراعظم او نورو چارواکو سره به ناستې ولري، همدارنګه سوله اساسي بحث دی او جمهور رییس چې هر هېواد ته ځي او یا هم د کومو هېوادونو چارواکي چې افغانستان ته راځي د سولې په اړه ورسره خبرې کوي او هڅه کوي چې له دغه بهیر سره همکاري وشي.




د ښاغلي مینه پال په خبره، ښاغلی غني به د کویټ د مخکیني امیر د فاتحې په مراسمو کې د ګډون په هدف لنډ وخت لپاره په کویت کې هم پاتې شي. 


د ښاغلي غني یو سلاکار شاه حسین مرتضوي قطر ته د جمهور ريیس د سفر په اړه په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "له یوه واحد ادرسه د افغانستان د بهرني او سیمه‌ییز سیاست انسجام د بهرني سیاست په برخه کې د جمهور ريیس د بریالیو پنځو مهمو ګټګوریو برخه ده." 


جمهور ريیس داسې مهال قطر ته ځي چې په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو د تماس ډلو تر منځ د خبرو په کړنلاره لیدنې کتنې د اختلاف له امله درېدلي او په افغانستان کې هم جګړې شدت موندلی دی. 


په ورته وخت کې د نړیوالو اړیکو کارپوه محمد اکرام عارفي وايي، جمهور ريیس به په دې سفر کې هڅه وکړي چې وضیعت له ګنګل شوي حالت نه راوباسي.


د هغه په وینا: "د دې سفر یو له اصلي اهدافو دا دی چې د سولې مذاکراتو ته پام وشي، جمهور ريیس حتما د قطري چارواکو او ان امکان لري چې له بلواسطه لارې له طالب مشرانو سره هم اړیکه ونیسي، دا سفر کولای شي چې د دې ستونزې په حل کې مرسته وکړي. "


نږدې یوه میاشت کېږي، چې د افغان دولت مذاکره کوونکی پلاوی په قطر کې دی، که څه هم دواړو لوریو د مذاکراتو له پیل وړاندې د خبرو د تګللارې په اړه غونډې کړي، خو لا په دې برخه کې بشپړ توافق نه دی شوی. 




د دې خبرو له منځه‌یوې باخبره سرچینې ازادي راډیو ته وايي، د مذاکراتو د پیل لپاره د کړنلارې د جوړېدو لپاره په مذهبي برخه کې د اختلاف مسئله د حل په درشل کې ده، خو د خبرو د بنسټ لپاره د د وحې د تړون ذکر او په دې برخه کې اختلاف لا هم په خپل ځای دی. 


سرچینه زیاتوي، د دې ستونزې د حل لپاره هم د افغان دولت مرکچي پلاوي د بدیل ۶ لارې یا طرحې وړاندې کړي. 


قطر ته د جمهور ريیس غني له سفر وړاندې، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد هم د افغان دولت او طالبانو له مرکچي پلاوو سره لیدنه کړې وه او د د تاوتریخوالي په کمېدو یې ټینګار کړی و. 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *