Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د استوګن‌ځای نړیواله ورځ؛ 'افغانستان کې د استوګنې د نشتوالي ستونزې څو برابره شوي'

د افغانستان د ښار جوړونې او اراضۍ وزارت د استوګن‌ځای د نړیوالې ورځې په مناسبت وايي، له کلیو او بانډو په ډله‌ییز ډول ښارونو ته د خلکو راتګ د استوګنې د کورونو نشتوالي ستونزې څو برابره زیاتې کړي.


نن سې شنبه د اکټوبر پنځمه، د استوګن ځای له نړېوالې ورځې سره برابره ده.


د افغانستان د احصائيې ملي ادارې د دغه هېواد اوسنی نفوس شااوخوا ۳۳ میلیونه ښودلی چې له ډلې یې ۷۱ فیصده په کلیو او بانډو کې او ۲۴ فیصده په ښارونو کې ژوند کوي، په دې کې یو شمېر کوچیان هم دي.


خو پوښتنه دا ده چې د دې نفوس څومره برخه د استوګن‌ځای له نشتوالي له ستونزې سره لاس او ګرېوان دي؟


د ښار جوړونې وزارت ویاند او د نشراتو رئیس حشمت‌الله ناصري وايي، که څه هم په دې اړه کره شمېرې نه‌شته، خو د تېرو کلونو په وړاندې سږ کال د استوګن‌ځایونو غوښتنه څو سلنه زیاته شوې ده.


هغه زیاته کړه: "په ټوله کې د استوګن‌ځای په اړه غوښتنه بېخي ډېره شوې ده، هغه څه چې موږ یې وړاندوینه کوو په کابل کې لږترلږه میلیونونه خلک کور ته اړتیا لري. له همدې امله موږ د نوي کابل د ښار په جوړونې کار پیل کړی دی، په روانو درېیو څلورو میاشتو کې چې وزارت کې نوې رهبرۍ کار پیل کړی دی، د همدې پروژې بشپړول‌یې لومړیتوب دی. هڅه کېږي ترڅو دوه میلیونه خلکو ته د اوسېدو ځای برابر شي."




ښاغلی ناصري وايي، د کاري فرصتونو نشتوالی، ښارونو ته راتګ، ناامني او له امله‌یې له کورونو بې‌ځایه کېدل دا ټول هغه لاملونه دي چې ښارونو کې یې خلک د استوګن‌ځای له کمښت سره مخ شي.


۳۶ کلن میرویس له ۲۱ کلونو راهیسې په کابل کې په کرايي کورونو کې ژوند کوي.


میرویس د ۷ اولادونو پلار دی، نوموړی چې کابل ښار کې فالوده پلوري له ازادي راډيو سره په خبرو کې د خپلو ستونزو په اړه وايي: "زما اساسي ستونزه د کور نشتوالی دی، په ورځني ډول ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ افغانۍ پورې کار کوم، د دې لپاره چې د کور کرایه پوره کړم هر ورځ سهار پنځه بجې د چهلستون څخه تر مکروریانو پورې په بایسکل باندې ځم. د موټر کرایه نه‌لرم، که د موټر کرایه ورکړم د کور کرایه څنګه کړم."


دا یوازې میرویس نه‌دی چې د استوګن‌ځای له نشتوالي څخه زورېږي، بلکې د ده په څېر ډېر نور هم شته چې په کابل او ولایتونو کې د دې ستونزې سره لاس او ګرېوان دي.




خو کارپوهان د دې ستونزې د حل لپاره کومې حل لارې لري؟


د چارو پوه صدیق قیام وايي: "د نفوس د زیاتوالي له امله خلک په غرونو او په هغه ځایونو کې چې ډېر خوندي نه‌وي ژوند کوي، د دې ستونزې د حل لپاره باید یو قوي کنفرانس جوړ شوی وی، نه‌یوازې دولتي کسان، بلکې د نظر خاوندان او انجنیران په‌کې راټول شوي وی او په هېواد کې د استوګن‌ځای د ستونزې د هواري په هدف‌یې خپل نظرونه ورکړي وی."


ښاغلی قیام دغه‌شان د دولتي ادارو په همغږۍ ټینګار کوي او وايي، تر کومه چې د ښار جوړونې وزارت او نورو اړوندو ادارو ترمنځ لازمه همغږي رامنځته نه‌شي، په هېواد کې د استوګن‌ځایونو ستونزه نه‌هوارېږي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *