Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

کابل ورځپاڼو تر ډېره کوېټ او قطر ته د غني او هند ته د عبدالله پر سفر تبصرې کړي

کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې تر ډېره کوېټ او قطر ته د جمهور رئیس محمد اشرف غني او هندوستان ته د عبدالله عبدالله د سفر او په افغانستان کې د وروستیو هدفي وژنو او د پېښو په زیاتوالي مقالې او تبصرې لیکلې دي.



هشت صبح


هشت صبح ورځپاڼې قطر ته د افغان ولسمشر غني د سفر او د سولې په وړاندې په پرتو خنډونو مقاله خپره کړې ده.


ورځپاڼه وايي کوېټ او قطر ته د ښاغلي غني دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې اوس‌مهال په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ خبرې اترې په ټپه ولاړ حالت ته رسېدلې دي.


وړاندې په سرمقاله کې راغلي چې که څه هم د دغه پروسې د چټکتیا لپاره د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم قطر ته رسېدلي، خو په روانو خبرو کې ښکاره مثبت اغېز نه‌ښکاري.


د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې هڅه کېږي چې د غني د دې سفر په پایله کې پر طالبانو د اوربند د منلو فشارونه زیات شي.



هېواد


هېواد دولتي ورځپاڼې بیا هند ته د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا د رئیس عبدالله عبدالله په مشرۍ د افغان پلاوي سفر ته اشاره کړې او لیکلي دي چې دا سفرونه د افغان سولې په برخه کې د سیمه‌ییزې اجماع د رامنځته کېدو په هدف ترسره کېږي.


وړاندې په سرمقاله کې راغلي چې ښاغلي عبدالله له ډېلي وړاندې اسلام‌اباد ته هم سفر کړی وو ترڅو پاکستاني چارواکي اړ باسي چې پر طالبانو فشارونه زیات کړي.


د سرمقالې لیکوال لیکي هند ته د ښاغلي عبدالله سفر داسې مهال پیلېږي چې اسلام‌اباد بار بار ډېلي تورن کړی چې هغه هېواد په افغانستان کې د سوله‌ییزو هڅو مخنیوی کوي، خو ورځپاڼه لیکي اسلام‌اباد باید د افغان سولې په برخه کې عملي اقدامات وکړي او لکه د تېر په څېر په ژمنو وخت تېری ونه‌کړي.


د مقالې لیکوال باور لري چې اوس‌مهال افغان حکومت د سولې لپاره پوره زمینه برابره کړې، خو د سیمه‌ییزې اجماع د رامنځته کېدو لپاره د افغان پلاوي دا سفرونه ګټورې پایلې ورکولای شي.



دنیا


دنیا ورځپاڼې بیا په افغانستان کې وروستۍ هدفي وژنې دردوونکې بللي او لیکلي يې دي، دا د دې ښودنه کوي چې په افغانستان کې د کدرونو د وژلو او له صحنې د لیرې کولو لړۍ په جدیت روانه ده.


وړاندې لیکل شوي چې په دوحه کې د سولې له خبرو سره هم‌مهاله د هدفي وژنو بریدونه هم په شدت روان دي او دې کار افغانان ناهیلي کړي دي.


د سرمقالې لیکوال اندېښنه ښودلې چې د هدفي وژنو له وېرې ګڼ شمېر بانفوذه، مشهور او نوموتي شخصیتونه له هېواده د وتلو په حال کې دي.


د سرمقالې لیکوال د افغانستان له امنیتي بنسټونو غوښتنه کړې چې د خلکو امنیت ساتل‌يې دنده ده او باید په دې هېواد کې د هدفي وژنو او ترورېستي پېښو مخه ونیسي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *