ولسمشر غني له لوړپوړو قطري چارواکو سره پر افغان سولې خبرې کوي
ښاغلي صدیقي د دوحې په هوايي ډګر کې رسنیو ته ویلي چې ولسمشر له قطر مخکې کوېټ ته ولاړ او د کوېټ د امیر د فاتحې په مراسمو کې یې ګډون وکړ او دغه شانیې د هغه هېواد د نوي امیر او صدراعظم سره هم لیدلي او د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا په اړهیې ورسره خبرې کړې دي.
ښاغلی صدیقي زیاتوي: "افغان ولسمشر به نن او سبا د قطر هېواد له لوړ رتبه چارواکو سره وګوري او دغهشان د افغان مرکچي پلاوي سره به هم نن وګوري."
ښاغلی صدیقي وايي، ټاکل شوې چې افغان ولسمشر د خپل دغه دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې په قطر کې له یو شمېر مېشتو افغانانو سره هم وګوري.