Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د نړیوالو هڅو سربېره اذربایجان او ارمنستان اوربند ته غاړه نه‌ده ایښې

 د نړیوالو هڅو سربېره د اذربایجان او ارمنستان ځواکونو اوربند ته غاړه نه‌ده ایښې او نهمه ورځ ده چې په نګورنو قره‌باغ خونړۍ نښتې روانې دي. 


دواړه خواوې یو بل پر ښارونو او د استوګنې پر سیمو د راکټي بریدونو د پیل لپاره ګرم بولي.


د نګورنو قره‌باغ سیمې چارواکو ویلي چې د دوی په پلازمېنه ستپانکرت/خان کندي باندې اذربایجاني ځواکونو د سهار وختي راهیسې د راکټونو بریدونه پیل کړي.


د ستپانکرت ځينو عامو خلکو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي همدا چې د خطر زنګ واوري د خپلو کورونو ځمکتلو ته کوزېږي هغه څه چې د دوی په خبره بې‌مخینې نه‌ده. 


۵۵ کلنه هنرمنده سوسانا اسراییلیان هم له نورو خلکو سره یوې تهکاوۍ ته کوزه شوې ده. 




هغه وايي: "موږ همدلته نږدې اوسو. د خطر زنګ چې واورو کور ته نږدې همدې تهکاوۍ ته کوزېږو. موږ چې کله وتلی نه‌شو، نو خوراک او نور لازم مواد رارسېږي، خو له کلونو په وېره او ترهه کې اوسو. دا مسئله په دې رقم نه‌هوارېږي."


له سوزانا سره شاوخوا ګڼ ماشومان، ښځې او زاړه خلک هم ټول له رواني جګړې او مرګ‌ژوبلې په وېره کې دي.

ځوانان د جګړې لومړۍ کرښې ته تللي او کورنۍ یې وایي چې له مرګ او ژوند یې نه‌دي خبر. 


د نګورنو قره‌باغ په لانجمنه سیمه باندې تېره یکشنبه  اذربایجان او ارمنستان توده جګړه پیل کړې او تر دې دمه‌یې د اوربند په خاطر د نړیوالې ټولنې او د سیمې د هېوادونو ټینګار او غوښتنو ته پام نه‌دی کړی. 


په راپورونو کې  تر دې دمه دواړو خواو ته د نږدې ۲۵۰ کسانو د وژل کېدو خبره شوې ده.


اوس ویل شوي چې لانجه له سرحدي سیمو د دواړو خواو نږدې ښارونو ته په دې غځېدلې چې ښارونه او استوګنې سیمې په راکټونو لګېدلي دي.


اذربایجان ویلي چې د دوی دوهم لوی ښار ګنجه د ارمنستان له‌خوا په راکټونو لګېدلی هغه ادعا چې د ارمنستان دفاع وزارت رد کړې ده. 


د اذربایجان ولسمشر الهام علییف بیا پرون ارمنستان ته ګواښونه کړي او ویلي یې دي جنګ به تر هغو دوام لري چې ارمنستان د ده په خبره اشغال شوې سیمې نه‌وي پرېښي.




دی وايي: "د ارمنستان مشرتابه باید مخکې له دې چې ډېر ناوخته شي غور وکړي. هغه (د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان) اووه شرطونه مخته کړي. ته څوک‌یې چې موږ ته شرطونه ږدې؟ وبه ګورو چې اوس دې شرطونه څه دي. ته به د اوربند لپاره په زاریو شې."  


اروپايي ټولنه او د سیمې هېوادونه د ارمنستان او اذربایجان په خونړیو بریدونو کې په مرګ‌ژوبلې په خاصه توګه د ملکیانو په زیانمنېدو اندېښمن دي.


د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست او امنیتي پالېسیو مشر جوزف بورېل په خپل ټویټر لیکلي چې د ارمنستان او اذربایجان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره ټیلیفوني غږېدلی. هغه ویلي چې جګړه باید سمدستي ودرېږي او د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان په مشرۍ دواړه خواوې ژر تر ژره خبرې پیل کړي.




د سره صلیب نړیوالې کمېټې هم په ښارونو باندې قصدي توغندیز بریدونه چې په‌کې ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې غندلي دي.  

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *