Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

افغانستان کې دې تاوتریخوالی ژر ودرول شي: خلیلزاد

د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد په افغانستان کې د تاوتریخوالي په لوړې کچې اندېښمن دی. دی وایي د تاوتریخوالي لوړه کچه د بې‌باورۍ د زیاتېدو لامل ګرځېدلې.

زلمي خلیلزاد دا خبره یکشنبه د ازادۍ راډیو له تاجک څانګې سره په یوه ځانګړې مرکه کې وکړه. نوموړی چې له دوحې وروسته تاجکستان ته تللی و، ټینګار وکړ چې د افغانستان دولت او طالبان باید ژر تر ژره د تاوتریخوالي د کمښت په څېر په اصلي موضوعګانو بحثونه پيل کړي او د افغانستان په جګړه کې ښکېلې خواوې باید د لانجې د حل داسې لار ولټوي چې په مټ‌ یې د وینې تویېدل بند شي.


 




خلیلزاد د دې پوښتنې په ځواب کې چې سولې ته د رسېدو لوی خنډونه څه دي؟ وویل: "یو لوی خنډ تاوتریخوالی دی. دا تاوتریخوالی چې لا ډېر زیات دی د دواړو خواوو ترمنځ د بې‌باورۍ له زیاتېدو سره مرسته کوي چې ایا د سولې په مسئله کې جدي دي که نه. موږ د جنګ د تاوتریخوالي د کمېدو پلوي یو او په دوحه کې مو چې کوم بحثونه درلودل (طالبان او حکومت) ومو هڅول چې باید د جنګ تاوتریخوالی راټیټ شي."


خلیلزاد بیا دا هم وویل چې ښايي ستونزمنه وي د افغانستان د څلورو لسیزو جګړه په څو ورځو یا اوونیو کې ختمه شي، خو د افغانستان خلک او نړیواله ټولنه د دې ډېر لېواله ده چې دا جګړه ژر تر ژره بنده شي.


په وروستیو څو اوونیو کې د افغانستان بېلابېلې سیمې د ماین چاودنو، هدفي وژنو او نا امنیو شاهدې دي.


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې د دوی د موندنو په اساس د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ترهګریزو بریدونو ۵۳۳ افغان ملکیان وژلي او ۴۱۲ نور ټپیان دي.


دغه کمېسیون د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې په زیاتېدو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د تاوتریخوالي او خونړیو بریدونو دوام د سولې له روانو خبرو سره کاملاً په ټکر کې دي.




د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې تر ټولو تازه بېلګه د ننګرهار د غني‌خېلو موټر بم چاودنه ده چې په‌کې ۱۶ ملکیان وژل شوي او تر ۴۰ نور ټپیان دي.


د پېښې دوو عیني شاهدانو قاري عادل او سید فاضل ازادي راډیو ته وویل: "ودردول، ډېر واړه او کوچني ماشومان او ښځې پکې وې، خو داسې زبونه پېښه وه چې ټول ولس او افغانان شهیدان شول."


سید فاضل وویل: "ما چې په روغتون کې خپل ټپي عزیزان ولیدل، دا راته ډېر دردوونکی حالت و، دلته ټول هغه ماشومان ټپي پراته دي چې عمرونه ‌یې له پنځو تر اوو کالو وو، یعنې دا یو لوی درد دی."




په افغانستان کې داسې وخت مرګونه بریدونه ورځ تر بلې د لا زیاتو افغان ولسي وګړو ژوند ګواښي چې د افغانستان دولت او طالبان د قطر په پلازمېنه دوحه کې خبرې کوي.


د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازی وايي په دوحه کې په دوو مسئلو لا موافقه نه‌ده شوې، خو د طرزالعمل په اړه نور مسایل حل دي.


هغه زیاته کړه: "د خبرو لپاره په طرزالعمل باندې بحثونه روان دي. له ۲۰ مسئلو چې مطرح شوي په ۱۸ باندې موافقه شوې او یوازې دوه فقرې لا نه‌دي بشپړې شوي. موږ طبعاً هیله‌من یو چې پرمختګ وشي او بیا په اجنډا باندې بحثونه وشي."


له دوحې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم او د افغان دولت د مرکچي ټیم غړې فوزیه کوفي ازادي راډیو ته لیکلي چې شنبه او یکشنبه د دوی ټیمونو سره نه‌دي کتلي.


خونړي بریدونه هره ورځ د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې سبب کېږي، خو دواړو ټیمونو لا نه‌دي واضح کړي چې د طرزالعمل د لانجمنو مسئلو حل څومره وخت نیسي او مرکچیان به څه وخت د جنګ او تاوتریخوالي په درېدو خبرې پیلوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *