Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

عبدالله له هندي چاراکو سره پر افغان سوله او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کوي

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله به نن د هند د ملي امنیت له سلاکار اجیت دووال سره وګوري. 


هند ته د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس د سفر په دویمه ورځ به ښاغلي عبدالله د دغه هېواد د ملي امنیت له سلاکار اجیت دووال سره وګوري. 


د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون ازادي راډيو ته وویل، چې ښاغلی عبدالله به له هندي چارواکو سره د افغان سولې پروسې او د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه بحث وکړي.




هغه زیاته کړه: "د ملي مصالحې عالي شورا مشر نن د هند د ملي امنیت له سلاکار سره پر افغان سولې او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کوي، زموږ تمه داده چې د سیمې ټول هېوادونه له افغان سولې ملاتړ وکړي، هند چې د افغانستان دوست هېواد دی کولای شي، په افغان سوله کې رول ولوبوي، د سیمې هېوادونو ته دا قناعت ورکړل شي، چې سوله ییز افغانستان د ټولو په ګټه دی." 


ښاغلی خوځون زیاتوي، چې سبا به ښاغلي عبدالله د هند له لومړي وزیر نراندرا مودي او د بهرنیو چاروو له وزیر سومبرمنیان شنکر سره هم وګوري او وروسته به د هند د دفاعي مطالعاتو په انسټېټیوټ کې وینا وکړي. 


د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله د افغانستان سولې لپاره د سمیه ییزې همکارۍ د جلب او حذب لپاره ګاونډیو او د سیمې یو شمېر و هېوادونو ته په سفر وتلی. 


ښاغلی عبدالله د اګسټ په ۲۸ پاکستان ته په درې ځني سفر ولاړ، چې د پاکستان له لمړي وزیر عمران خان سره بېره یې د هغه هیواد له بهرنیو چارو وزیر او یوشمېر نورو پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړې. 


عبدالله عبدالله د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ تېره ورځ سه شنبه هند ته په څلور ورځني سفر ولاړ. 


د ملي مصالحې عالي شورا د رسنیو مسوول مجیب رحیمي ازادي راډيو ته ویلي، چې ښاغلی عبدالله به د هند له سفر وروسته تاجکستان، ازبکستان، ایران، چین او یوشمېر نورو ګاونډیو هېوادونو ته هم سفرونه وکړي. 


ښاغلي عبدالله داسې مهال د افغان سولې په اړه د سیمې هیوادونو ته خپل سفرونه لړۍ پيل کړي، چې له څو ورځو راهیسې د افغان دولت د پلاوي او د طالبانو پلاوي د تماس ډلې خبرې د ځینو اختلافي مواردو له امله ځنډېدلي دي. 


د افغان دولت دولت مرکچي پلاوي یوه سرچینه ازادي راډيو ته وویل، چې له تېرو نهو ورځو راهیسې د افغان دولت او طالبانو د پلاوو د تماس ډلو تر منځ کومه ناسته نه ده شوې. 


یادې سرچینې چې د رسنیو سره د مرکې صلاحیت نه لري و غوښتل نوم یې وانه خیستل شي وویل په هغو مواردو چې اختلاف دی افغان پلاوي طالبانو ته بدیل موارد وړاندې کړي او تمه ده چې طالبانو ورباندې غور وکړي. 


په ورته وخت کې په دوحه کې د طالبانو ویاند ډاکټر محمد نعیم ازادي راډيو ته وویل، د تماس ډلې کومه ناسته نه ده کړې او نه هم تراوسه د کومې ناستې پروګرام شته. 


په قطر کې طالب سرچینې ازادي راډيو ته وویل، لومړنۍ خبرې او د بین الافغاني مذاکراتو بنسټ زیات مهم دی، ځکه نو دوی په کې له دقت کار اخلي. 

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *