Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د پیو نوې سروې: څو پرمختللو هېوادونو کې د چین په اړه منفي نظرونه ډېر شوي

په واشنګټن کې د پیو په نوم د یوه تحقیقاتي مرکز نوې سروې ښیي چې په څو پرمختللو هېوادونو کې د چین په اړه د خلکو منفي نظرونه تر پروسږ کال ډېر شوي دي.


دا سروې چې په ۱۴ هېوادونو کې شوې ښیي په استرالیا، بریتانیا، جرمني، هالند، سویډن، امریکا، جنوبي کوریا، اسپانیا او کاناډا کې تر بل هر وخت د چین په اړه منفي نظرونه ډېر شوي.


دغه مرکز له څه باندې ۱۰ کلونو راهیسې دا ډول سروې ګانې کوي.


د دې تحقیق له مخې په استرالیا کې د چین په اړه منفي نظرونه تر ټولو ډېر ول چې څه باندې ۸۰ سلنه سروې شویو خلکو ویلي چې چین ته د یوه نامطلوب هېواد په سترګه ګوري.




د چین په اړه دا ډول منفي نظر د تېر کال په پرتله ۲۴ سلنه ډېر شوی دی.


د دغې تحقیقاتي ادارې د راپور له مخې په بریتانیا کې د پوښتل شویو کسانو درېیمې برخې د چین په اړه منفي نظر وړاندې کړی دی چې د تېر کال په پرتله ۱۹ امتیازه ډېر دي.


د پیو په راپور کې راغلي چې په امریکا متحده ایالاتو کې د چین په اړه د خلکو منفي نظرونه د ولسمشر په توګه د ډونالد ټرمپ د کار تر پیل وروسته ۲۰ سلنه ډېر شوي دي.


د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر کې په لومړي ځل د کرونا ویروس د چین له ووهان ښار څخه سر راپورته کړ.


د دغې وبا له امله، د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، تر اوسه په نړۍ کې څه باندې یو میلیون او ۵۰ زره کسان مړه شوي دي، د ولسمشر ډونالد ټرمپ په ګډون ۳۶ میلیونه کسان په نړۍ کې په دې ناروغۍ اخته شول.




دا د چین په اړه د منفي نظرونو د ډېرېدو له اصلي لاملونو ګڼل کېږي.


دا سروې داسې مهال شوې چې د کرونا ویروس پر وړاندې د چین غبرګون له پراخو انتقادونو سره مخامخ دی.


د پیو د نوې موندنې له مخې په ۱۴ هېوادونو کې چې دا نظر پوښتنه شوې، د سروې شویو خلکو شاوخوا ۶۰ سلنې یې ویلي چې چین د کرونا وبا پر وړاندې مبارزې په برخه کې کافي کار نه‌دی کړی.


تقریباً همدې شمېر خلکو د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د مخنیوي په برخه کې د خپلو هېوادونو یا نړیوال روغتیایي سازمان او اروپایي ټولنې له کړنو هم ناخوښي ښودلې ده.




یوازې په امریکا کې ۸۴ سلنه پوښتل شویو خلکو د کرونا وبا پر وړاندې د دوی د حکومت د غبرګون پر څرنګوالي انتقاد لري او نظرونه‌یې منفي ښودل شوي.


په چین کې د یادې وبا پر ضد د مبارزې په برخه کې د خلکو نارضایتي د دې هېواد پر ولسمشر شي جین پېنګ د باور د کمېدو څرګندویي هم کوي.


په منځني ډول ۷۸ سلنه سروې شوي خلک وایي د نړیوالو مسایلو په برخه کې د ولسمشر شي د کړنو په اړه‌یې باور کم او یا هېڅ نه‌شته.


خو له دې سره سره، ډېری پوښتل شویو خلکو ویلي چې تر ولسمشر شي د امریکا پر ولسمشر ډونالد ټرمپ بې‌باوره دي.


په جرمني کې د بېلګې په ډول ۷۸ سلنه پوښتل شویو خلکو ویلي چې د چین پر ولسمشر اعتماد نه‌لري، خو ۸۹ سلنې دغو کسانو پر ولسمشر ټرمپ بې‌باوري ښودلې ده.




بل‌خوا په نړۍ کې د مشرانو په کچه بیا پر ولسمشر شي د بې‌باورۍ سطح ټیټه ښودل شوې.


په دې مشرانو کې د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل، د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون او د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون شامل دي.


خو کله چې د چین د اقتصادي ځواک په اړه خبرې کېږي، دا هېواد د نړۍ په کچه ښه وضعیت لري او په ډېری سروې شویو هېوادونو کې خلکو د پوښتنې په ځواب کې چین د اقتصادي لحاظه د نړۍ لوی قدرت بللی دی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *