Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د ټرمپ او جوبایډن وروستۍ مناظره؛ کرونا ویروس سره مبارزه د بحث موضوع وه

ولسمشر ډونالد ټرمپ او د هغه سیال د ډیموکرات ګوند کاندید جوبایډن په داسې حال کې چې د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو ته له دوو اوونیو کمه موده پاتې ده، پرون د اکټوبر په ۲۲مه په خپله وروستۍ مناظره کې چې یو نیم ساعت‌یې دوام وکړ، برخه واخیسته.


دوی د لومړۍ مناظرې په پرتله دا ځل ډېر نرم او ارام وو، ځکه له نویو اصولو سره سم یوازې د هغه کاندید مایکروفون لګېدلی و چې خبرې یې کولې. 


ولسمشر ټرمپ چې په اکثر نظرپوښتنو کې تر خپل سیال وروسته دی د کرونا ویروس پر ضد د خپلې ادارې د مبارزې ستاینه وکړه. د مناظرې لومړنۍ موضوع هم همدا وه.


هغه وویل، متحده ایالات اوس دا زده کوي چې له کرونا ویروس سره ژوند وکړي او یو ځل بیا یې ټینګار وکړ چې د دې ویروس پر ضد واکسین به د کال تر پایه جوړ شي. ټرمپ غوښتنه وکړه چې د اقتصادي فعالیت د دوام لپاره ورځنی کاروبار باید دوام وکړي. 




جوبایډن په ځواب کې وویل، کرونا وبا د خپرېدو په حال کې ده، خو ټرمپ، د ده په وینا په راروان تیاره ژمي کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له کبله د مړینو د مخنیوي لپاره هېڅ پلان نه‌لري. هغه پر امریکایانو غږ وکړ چې د ۲۲۰ زره امریکایانو د مړینې مسؤل ټرمپ دې بیا د ولسمشر په توګه نه‌غوره کوي. 


بایډن د ټرمپ هغه تورونه هم رد کړل چې ګنې دی د کرونا د مخنیوي لپاره ټوله امریکا قرنطین کوي او زیاته‌یې کړه چې دی غواړي د دې ستونزې پر وړاندې علمي چلند وکړي.


د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات د نومبر په درېیمه نېټه ترسره کېږي، خو نسبتاً لږ امریکایان تر اوسه د رأی ورکولو په برخه کې ذهنیت نه‌لري. نظرپوښتنې ښيي چې ولسمشر ټرمپ تر دې دمه د خپل سیال پخواني مرستیال ولسمشر بایډن په پرتله په سلو کې اته وروسته دی. 


 د ټنسي ایالت په ناشویل ښار کې له پرونۍ مناظرې مخکې شاوخوا ۴۷ میلیونه امریکایانو خپلې رایې مخکې له مخکې کارولې دي چې پخوا تر دې ساری نه‌لري. 


ټرمپ په بېګانۍ مناظره کې همداراز خپل سیال یو فاسد سیاستوال وباله او په وار وار یې وویل بایډن او د هغه زوی هنټر چې د اوکراین د انرژۍ په کمپنۍ کې یې د ډایرکترانو د بورډ د مشر په توګه کار کړی، په فساد کې ښکېل وو.




بایډن وویل چې د ده زوی هېڅ غلط کار نه‌دی کړی او په ځواب کې یې ټرمپ ته په خطاب کې وویل چې څنګه د اوکراین په قضیه کې استیضاح شو. بایډن خپلو لفظي حملو ته زور ورکړ او د ټرمپ د بهرنیو کاروباري اړیکو او همداراز د مالیو په برخه کې یې د هغه پر اجرااتو شک څرګند کړ. 


د ټرمپ او بایډن په مناظره کې په امریکا کې د نژادي مسایلو یادونه هم وشوه او په دې ترڅ کې بایډن ولسمشر د نژاد پالنې په پارونه تورن کړ، خو ټرمپ‌یې په ځواب کې وویل، له ابراهام لنکن پرته چې په امریکا کې یې مرییتوب لغوه کړ، د ټولو پخوانیو ولسمشرانو پرتله ده د تور پوستو لپاره زیات کار کړی.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *