Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

پام کوئ ګنې بیا ټولبند لګوو: د پاکستان سرکار خبرداری

نیشنل کمانډ اینډ آپریشن سینټر پاکستان ویلي که ولس د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره له ټاکلي احتیاطي چوکاټه (ستنډرډ اوپرېټینګ بروسیجرز اېس او پیېز) سرغړونه وکړه نو اړ دي چې بیا ټولند ولګوي.

یادې ادارې د اکتوبر پر ۲۲مه (پرون) په اسلام اباد کې په خپله غونډه کې ویلي چې د ټرانسپورټ برخه، مارکیټونه، شادي هالونه، هوټلونه او هغه ځایونه چې ګڼه ګوڼه پکې جوړېږي، زیات خطرناک یا حساسه دي او ټولو صوبایې حکومتونو ته یې مشوره ورکړې چې د کرونا د مخنیوي لپاره دې په یادو ځایونو کې سخت احتیاطي اقدامات وکړي.


د کرونا وبا د دوهمې څپې پروړاندې د ټاکل شويو احتیاطي چوکاټونو به باب د کاروباریانو وینا ده چې پکار ده چې ټول ولس احتیاط وکړي ګنې بیا به یې کاروبارونه وتړل شي.


د باجوړ قبایلي ضلعې د سوداګرۍ خونې (چېمبر اف کامرس) مشر لالی شاه پښتونیار وايي، احتیاط کول یې د ژوند خبره ده، چې ژوند وي، نو کاروبار به هم وي، او هر څه به وي. نوموړي پر کاروباریانو او ټرانسپورټرانو د پام ساتلو غږ وکړ.


د وزیراعظم پاکستان د صحت څانګی خصوصی مرستیال ډاکټر فیصل سلطان هم ویلي  چې د کراچۍ، حیدر آباد، ملتان، اسلام آباد، مظفرآباد، میر پور او د ګلګت ولسونه یې د کرونا وبا د دوهمې څپې د خطر په باب خبر کړي دي. دوی وايي که د اېس او پيز سرغړونه کېږي، نو حالات به جون د میاشتې په شان شي او لازمي ده چې په شریکه د هغه شان حالت ته له تلو ځانونه وژغوري.


یادې ادارې د ټرانسپورټ خبره هم کړې ده، له مشال راډيو سره په خبرو کې پنجاب، خیبر پښتونخوا او کشمیر ته د تلونکو ګاډو اډې منېجر امیر نواز وايي، دوی په خپل ډول د کرونا د ایس او پیز ډېر خیال ساتلی دی.


نوموړی زیاتوی، کله چې سرکار ورته د ماسک وهلو، لاسونه په سنېتایزرو پاکول، او احتیاط کول، له دې سره به مو پیه روانه وي، او سورلیو ته به وايي چې پام کوي، که چېرې بیا ودرېده، نو مالکان به رانه ګاډي واخلي. ډریوران به په کورنو کښېي، او موږ خو سرکاري نوکري هم نشته.

د وزیر اعظم د مرستیال ډاکټر فیصل سلطان په وینا کاروباري خلکو ته خواست کوي، هر څوک چې یې دکان ته ورځي، باید ماسک یې وهلی وي او بې له ماسکه ورته اجازه ور نه کړي.


 یادې ادارې په خپل بیان کې د سکولونو ذکر نه دی کړی خو د مومندو د غیر سرکاري سکول پرنسپل ارشاد خان وايي، له کورونا تر ټولو زیات تعلیمي ادارې متاثره شوي دي. دلته د خلکو ګټه وټه په ورځنۍ مزدورۍ وي، نور وسایل یې نشته نو همدا وجه ده چې زموږ د سکول (غیر سرکاری سکولونو) نه زیات ماشومان سرکاري سکولونو ته ولاړل، هغه ځای کې  بیا فیسونه نه وي وړیا تعلیم ورکول کېږي.

د وزیراعظم د صحت څانګې خصوصي مرستیال ډاکټر فیصل سلطان وايي چې راتلونکې دوې اونۍ زیاتې خطرناکې دي او پر کاروباري خلکو یې غږ وکړ چې دوی باید پر دکانونو ولیکي د ماسک پرته نه شی راتلای.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *