د افغانستان بشري حقونو کمېسیون: تخار کې هوايي برید ۱۲ ماشومان وژلي
کمېسیون نن په یوه خبرپاڼه کې وویل، د افغان ځواکونو دغه هوایي برید د تالقانو په هزاره قشلاق سیمه کې پر یوه جومات شوی چې ملا امام او ۱۷ ماشومان پهکې ټپیان شوي هم دي.
خبرپاڼه کې راغلي، برید داسې مهال شوی چې د طالبانو یوه ډله د جومات له مخې تېرېده او جومات کې دننه ماشومانو ته تدریس روان و.
کمېسیون د ملکي کسانو په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو د مرګژوبلې په زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده.
له دې وړاندې د ولسمشر لومړي مرستیال ویلي و، تخار کې شوي هوایي برید کې ملکیانو ته مرګژوبله نهده اوښتې.