Добавить новость
World News in Pashto
Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

د بشر حقونو څار سازمان ادعا ته د صالح غبرګون: 'قانوني ازادۍ نه‌غلي کوو'

د بشر حقونو څار سازمان د افغانستان د جمهور رئیس لومړی مرستیال د هغو کسانو په ګواښلو تورن کړی چې په تخار ولایت کې یې، د ماشومانو د تلفاتو په اړه راپورونه ورکړي دي، خو ښاغلی صالح دغه ادعا ردوي.


د بشر حقونو څار نړیوال سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي، ښاغلی صالح هڅه کوي، څوک چې په دغه حمله کې د ماشومانو د تلفاتو په اړه خبر ورکوي، 'غلي' یې کړي.




د اسیا لپاره د دغه بنسټ د مرستیالې پاتریشیا ګاسمن په خبره، افغان دولت باید هغه کسان چې د ښاغلي صالح په سپارښتنه نیول شوي، ژر خوشې کړي. دا په تخار کې د هوايي حملې په اړه بې‌پرې څېړنې غواړي.


خو د جمهور رئیس لومړي مرستیال امرالله صالح د بشر حقونو د څار نړیوال سازمان د اعلامیې په غبرګون پر خپل ټویټر لیکلي چې "موږ قانوني ازادۍ نه‌غلي کوو".


ښاغلي صالح وړاندې لیکلي موږ د وژلو د ازادۍ، د برمته کولو د ازادۍ، د ځورولو د ازادۍ، د جنسي تېري د ازادۍ، د غلا د ازادۍ، د عام وژنې د ازادۍ، د عامه ځمکو د غصبولو د ازادۍ، د اخاذۍ د ازادۍ او د ازادۍ د مدافعانو د زنداني کولو د ازادۍ ضد درېږو. موږ قانوني ازادۍ او ازادي نه‌غلي کوو.




په ورته وخت کې، د ولسمشر د لومړي مرستیال د مطبوعاتو او عامه اړیکو دفتر مشر رضوان مراد ازادي راډیو ته وايي چې امرالله صالح د سیمه‌ییزو چارواکو د معلوماتو پر بنسټ ویلي چې په تخار کې د هوايي حملې پر مهال ماشومانو ته مرګ‌ژوبله نه‌ده اوښتې. خو دی وايي چې په دې اړه به څېړنې وشي.


ښاغلی مراد زیاتوي، هغه کسان چې د د امنیتي ځواکونو د بدنامولو او د عامه ذهنیتونو د مغشوشولو په هدف تبلیغ کوي، باید دا ثابته کړي. د ده په وینا، که دا ډول "ګنګوسې" ثابتې نه‌کړای شي باید "ځواب ووايي".


ښاغلي مراد زیاته کړه: "هر څوک چې وايي، امنیتي ځواکونه ملکي کسان وژني او د قانون خلاف کار کوي او اوازې خپروي، باید ثابته‌یې کړي، او که نه نو ځواب دې ووايي، منفي تبلیغات او بې‌بنسټه اوازې له دښمن سره همکاري ده او په دغو حساسو شرایطو کې باید د دغې همکارۍ مخه ونیول شي."




د چهارشنبې په ورځ د افغانستان هوايي ځواکونو د تخار ولایت د تالقان د هزاره قرلق پر سیمې حمله وکړه چې په اړه‌یې د والي ویاند او د دغه ولایت د عامې روغتیا رئیس په ګډون یو شمېر سیمه‌ییز مسؤلین وايي، په دغې حمله کې ملکي خلک په تېره بیا ماشومان وژل شوي دي.


خو د جمهور رئیس لومړي مرستیال امرالله صالح په خپلې تویترپاڼه د ماشومانو مړینه رد کړې او ویلي یې دي چې په دغه حمله کې هغه کسان وژل شوي چې تېره ورځ‌یې پر امنیتي ځواکونو حملې کړې وې.


صالح هغو کسانو ته چې دغه خبر یې په سرخط اړولی، خبرداری ورکړی چې قانوني چلند به ورسره وشي.




صالح دا هم لیکلي چې له دغو کسانو یو نیول شوی دی.


ښاغلي صالح او نورو مسؤلینو تر اوسه د نیول شوي کس هویت نه‌دی افشا کړی.


بل‌خوا د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د ښاغلي صالح د لیکنې په اړه ویلي چې د ګواښوونکې لهجې په اړه باید څېړنې وشي.


د دغه کمېسیون یوه مسؤل ذبیح‌الله فرهنګ ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان د سیاسي او حقوقي نظام لپاره د بیان ازادي لویه لاسته راوړنه ده، هیله‌مند یو چې ویل او عمل د اساسي قانون په چوکاټ کې وي. زموږ تمه ده چې د ګواښوونکې لهجې په اړه څېړنې وشي."




په دغه حمله کې د تلفاتو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته پرون د افغانستان دفاع وزارت وویل، د ملکي کسانو د وژل کېدو د ادعا د څېړلو لپاره یو پلاوی ټاکل شوی دی.


د اسیا په چارو کې د بشر د حقونو د څار نړیوال سازمان مرستیالې ویلي چې افغان حکومت په ورته مواردو کې د حقیقت موندنې د پلاوو په ګمارلو کې کمزورې سابقه لري.


مېرمن ګاسمن ویلي، د افغانستان د دولت دنده ده چې د خپلو ځواکونو له‌خوا د جنګي قوانینو د ماتولو په تړاو ارزونې وکړي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media






Топ новостей на этот час

Rss.plus





СМИ24.net — правдивые новости, непрерывно 24/7 на русском языке с ежеминутным обновлением *